"حوثي ضد عملیاتو" کې د سعودي درې افسران وژل شوي

د یمن بېلابېلو سیمو کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف بمبارۍ دوام لري د انځور حقوق epa
Image caption د یمن بېلابېلو سیمو کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف بمبارۍ دوام لري

د سعودي عربستان دفاع وزارت ویلي، د هېواد سوېلي نجران سیمه کې د ځمکنیو ځواکونو پر یوه مرکز د شیعه حوثي یاغیانو له خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ لګېدلې، چې لږترلږه درې افسران یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي د ي.

د سعودي خبري اژانس (واس) د دفاع وزارت د یوې سرچینې په حواله ویلي، د هاوان مرمۍ په نجران کې د ځمکنیو ځواکونو پر یوه مرکز لګېدلې ده.

سرچینه زیاتوي، د حوثیانو ضد عملیاتو له پیلېدو راهیسې د سعودي ځواکونو لږترلږه ۵۰۰ حوثي یاغیان وژلي دي.

پر همدې مهال، د حوثیانو یوې ورځپاڼې ویلي، د تېرې شنبې په ورځ د ایتلاف چورلکو د یمن شمالي عمران ښار د ولسي وګړو پر کورونو بمبار کړی، چې په وینا یې لږترلږه اته ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د یمن پوځي او نورو قبایلي سرچینو بي بي سي ته ویلي، د حوثیانو او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلوو ځواکونو ځینې جګړه مار قومندانان وژل شوي.

سرچینه وايي، په عمران ښار کې ددوی یوه غونډه په نښه شوې ده.

تر اوسه د وژل شوی دقیق هویت نه دی په ډګه شوی.

پر همدې مهال، د سره صلیب کمېټې د بشري مرستو دویمه بار شوې الوتکه ځپل شوو سیمو ته رسېدلې ده.

د سره صلیب ویاندې ماري کلیر ویګالي ویلي، په الوتکه کې نژدې ۳۵،۶ ټنه بشري مرستې (طبي توکي، د برېښنا ماشینونه او د اوبو چاڼولو ماشینونه) بار دي.

خو د روسیې له خوا خپاره شوي رپوټونه وايي، دوه روسۍ الوتکې صنعاء کې د سلګونو ولسي وګړو د ژغورلو لپاره په کښېناستو ونه توانېدې، ځکه چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف یې د یمن هوايي حریم ته دداخلېدو اجازه ورنه کړه.

په عدن کې ولسي وګړي له ناوریني حالت سره مخامخ دي، دوی وايي، خواړه ډېر کم دي، د پخلي لپاره ګاز نه شته، درمل هېڅ درک نه لري او په پاکو اوبو پسې لالهانده ګرځي.

ملګرو ملتونو په یمن کې د جګړې پر دواړو غاړو غږ کړی، چې سم لاسي اوربند وکړي، ځکه چې په وینا یې هلته انساني "ناورین" دی.

قبایلي سرچینې وايي، حوثي یاغیان او د صالح پلوي ځواکونه یې د بلحج سیمې وهط او صحرايي سیمو ترمنځ د حرکت په حال کې لیدلي دي.

وړاندې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن سوېل ختيځ کې البیضاء ښار د دویم ځل لپاره بمباري کړی، چې وايي د هوايي دفاع سیستم یې ویجاړ کړی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سره صلیب کمېټې د بشري مرستو دویمه بار شوې الوتکه ځپل شوو سیمو ته رسېدلې ده.

خو په شمالي مأرب ولایت کې بیا د تېرې شنبې په ورځ د حوثیانو د ټانکونو یو کاروان بمبار شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، په تېر سپتمبر کې پر پلازمېنې صنعاء د حوثیانو تر کنټرول وروسته په روانه جګړه کې لږترلږه ۶۰۰ کسان وژل شوي او ۲۲۰۰ نور ټپیان شوي او سل زره نور له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي دي.

ورته مطالب