عراق کې د وژنو په تور بلک واټر ساتونکو ته عمر بند سزا

د انځور حقوق AP

د امریکا بلک واټر شرکت څلور ساتونکو ته ۲۰۰۷ کال کې د ۱۴ ولسي وګړو د وژنې په تړاو اوږد مهاله بند اورول شوی او یو تن یې په عمري محکوم شوی دی.

نیکلاس سلټن، په عمر بند محکوم شوی او ورسره درې نور ساتونکي د بغداد په نیسور میدان کې په وژنو تورن شوي.

په هغه پېښه کې د دغه شرکت شخصي ساتونکو د امریکا یوه دیپلماتیک کاروان ته د لارې پرانیستو په موخه ډزې کړې وې، چې په ترڅ کې ۱۷ ملکي عراقیان ټپیان شوي وو.

دغه پېښه په عراق کې د تاوتریخوالي راپاریدو لامل شوه او له کبله یې په عراق کې د امنیتي خصوصي شرکتونو رول په اړه چې امریکا ډېره تکيه پرې درلوده بحثونه زیات شول.

پر سلټن د وژنې تور و او درې نور ساتونکي له بېلا بېلو تورنو سره مخ وه لکه د عمدي وژنې هڅه.

دغه حکم د واشنګتن ډي سي ښار په يوې محکمې کې صادر شو. پال اسلو، او ان لیبرټی او داستین هاوارد هر یو په ۳۰ کاله بند محکوم شول.

دغه تورن کسان ادعا کوي، چې د سختدریځو پر وړاندې یې ځوابي ډزې کړې، خو څارنوالانو دا څرګنده کړه چې بې دلیله په ولسي وګړو ډزې شوې دي.

د دې پېښې لسګونه ټپیان او عیني شاهدان په دغه محکمه کې د برخې اخیستو لپاره له عراق نه امریکا ته تللي وو.

۹ کلن علی په دغه پېښه کې د وژل شوي محمد کینانی رزاق زوی دی، چې وايي: دوی له ترهګرو سره څه توپیر لري.

له دې وژنو سره په ۲۰۰۸ کال کې عراق د بلک واټر شرکت جواز و نه غځاوه او دغه شرکت یې بهر کړ.

د بلک واتر شرکت په شمالي کارولینا کې موجود دی او له لومړیو خصوصي امنیتي شرکتونو څخه ګڼل کېږي، چې په عراق کې د صدام حسین د دولت له پرځېدو وروسته يې په عراق کې په کار پیل وکړ.

دغه شرکت په عراق کې امنیتي ځواکونه د امریکا او نورو هېوادونو په واک کې ور کول.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب