اوباما د ترهګرۍ د ملاتړکوونکو له نوملړه د کیوبا نوم لرې کوي

د انځور حقوق AP

اوباما د ترهګرۍ په ملاتړ د تورنو هېوادونو له نوملړه د کیوبا نوم لرې کوي

سپینه ماڼۍ وايي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما کيوبا هېواد په ترهګرۍ کې د ښکېلو هېوادونو له نوملړ څخه بهر کوي.

دغه کام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په درشل کې پورته شوی.

د دغو دو هېوادونو د سفارتونو د پرانیستلو په تړاو خبرو او مذاکرو کې د اختلاف ټکی د سوریې، ایران او سودان تر څنګ په ترهګرۍ کې د ښکېلو هېوادنو په نوملړ کې د کیوبا هیواد د نوم شتون وه.

د کیوبا لوړ پوړی دیپلمات جوزفینا ویدال وايي:،د کیوبا دولت د امریکا ولسمشر هغه عادلانه پریکړه چې د کیوبا نوم له هغه نوملړه بهر کوي چې البته هیڅ وخت باید په کې نه وای ،

نوموړی زیاتوي کیوبا خپله د سلګونو ترهګریزو بریدونو قرباني دی چې د ۳۴۷۸ کسانو ژوند یې اخیستی او ۲۰۹۹ کسانو د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي.

خو جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو د سپینې ماڼۍ دغه پریکړه محکومه کړه او وویل، چې کیوبا اوس هم د ترهګرۍ په ملاتړ کې ښکیل ده.

ښاغلي اوباما د دسمبر میاشت کې د امریکا او کیوبا ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په اړه خبر ور کړ خو د امریکا له خوا په هاوانا لګېدلي سوداګریز بندیزونه یوازې کانګرس لرې کولی شي.

ښاغلي اوباما کانګرس ته په خبرو کې وویل، چې کیوبا په تېرو ۶ میاشتو کې یې له نړیوالې ترهګرۍ سره هیڅ راز مرسته نه ده کړې او ډاډ یې ورکړی چې په راتلونکې کې به هم له سختدریځو کړنو څخه ملاتړ ونه کړي.

په دغه نوملړ کې د کیوبا نوم د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو مخې ته خنډ ګڼل کیده.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب