د ټایم مجلې د ۱۰۰ تر ټولو اغېزناکو لست مهمې څېرې

د انځور حقوق ARG

د امریکا ټایم نومې مجله هر کال د ۱۰۰ تر ټولو اغېزناکو خلکو لست خپروي.

د مجلې د معیارونو پر بنسټ دغه لست ته یوازې هغه خلک لار موندلی شي چې د خپلو فعالیتونو په مټ یې نړۍ کې بدلون راوستی وي، پرته له دې چې د بدلون پایلې په نظر کې ونیول شي.

د نورو کلونو په څېر سږ کال هم دغه لست کې د ښځو شمېر د سړو پرتله کم برېښي.

سږکال په دغه لست کې د نړۍ د مشهورو مشرانو لکه د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي تر څنګ د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني او د پښتونخوا د تعلیم فعاله او نوبل جایزه ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ هم شاملې دي.

په لست کې د هر اغېزناک کس په اړه د نړۍ بل مشهور مشر یا شخصیت لیکنه کړې، د بېلګې په ډول د نریندرا مودي په باب بارک اوباما او د عراق د لومړي وزیر حیدرالعبادي په اړه د بریتانیې لومړي وزیر ډېوېد کامیرون لیکنې کړې دي.

رولا غني:

ټایمز مجلې د افغانستان د لومړۍ مېرمن رولا غني نوم ته د "افغانستان عصري ښځې" سرلیک غوره کړی. افغان امریکايی لیکوال خالد حسیني د رولا غني په اړه لیکي:

څرګنده ده چې د پخوانۍ لومړۍ مېرمن زینت کرزي په څېر نه غواړي د خاوند تر شا پټه ودرېږي. غواړي غږ یې واورېدل شي، ولیدل شي او فعالیت وکړي.

اغلې غني چې تر دې مخکې هم فعاله پاتې شوې، هوډ څرګند کړی چې افغانستان کې به د ښځو د ژوند حالت ښه کولو لپاره هڅې کوي. دا کار اسانه نه دی خو نوموړې ډېر تعلیم کړی او خپل کار ته خورا زیاته لېوالتیا لري. و به لیدل شي چې دغه مېرمن د افغان ښځو ژوند کې بدلون راوستلی شي که نه.

ملاله یوسفزۍ:

د انځور حقوق AFP

ملالې یوسفزۍ ته ټایمز مجلې د "تعلیم اتله" سرلیک غوره کړی دی. د تعلیم فعاله او زده کونکې مېزون المېلهن د نوموړې په اړه لیکي:

له ملالې سره له وخت تېرولو وروسته ځان لا ځواکمنه احساسوم. دې ډېرې ستونزې وزغملې خو بیا هم د ماشومانو د تعلیم حق لپاره مبارزه کوي. هغه زما لپاره یو الهام دی.

د ملالې ژوند کې د هغې د مور او پلار ملاتړ ډېر مهم رول لوبولی دی. دې وښوده چې تعلیم د نجونو او هلکانو د خوندي ژوند بنسټیزه اړتیا ده.

نریندرا مودي:

د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په اړه وايي:

په زلمیتوب کې یې له پلار سره د چایو دوکان کې کار کاوه. نن، د نړۍ تر ټولو لویې دېموکراسۍ مشر دی او د ده د ژوند کیسه، له بې وزلۍ د لومړي وزیر تر څوکۍ، د هند د پرمختګ وړتیا ښيي.

هغه د بې وزلۍ له منځه وړل، د تعلیم اسانتیاوې، د ښځو او نجونو حقونه او اقلیمي بدلون سره مبارزه د خپلو پروګرامونو لومړیتوب بولي. لومړی وزیر مودي په دې پوهېږي که د څه دپاسه یو میلیارد وګړو هېواد هند بریالۍ شي نو د نورې نړۍ لپاره به الهام بښونکی مثال وي.

بارک اوباما:

د انځور حقوق AP

د ټایمز مجلې سیاسي خبریال جو کلین وايي:

له ستونزو سربېره د امریکا ولسمشر بارک اوباما ماته و نه منله. امریکا کې اقتصاد مخ په ښه کېدو شو او هره میاشت لسګونه زره نوې دندې پیدا شوې. تر څنګ یې نوموړي وکولی شو چې له ایران سره د اتومي پروګرام د تړون پر چوکاټ هوکړې ته ورسېږي او کیوبا سره یې هم سیاسي اړیکې ښې کړې دي.

وېلادېمیر پوتین:

د انځور حقوق RIA Novosti

د ټایمز مجلې د بهرنیو چارو خبریال این برېمر لیکي:

د روسیې ولسمشر وېلادېمیر پوتین د نړۍ له هغو مشرانو دی چې پر (سم شه ګنې) فکر باور لري. نوموړي پر روسیه چې په زیاتېدونکي ډول تر فشار لاندې دی، خپل واک ساتلی. سږ کال یې ځکه دغه لست ته لار ومونده چې له پیاوړو لوېدیځو هېوادونو سره یې ډغره ووهله، اقتصادي بندیزونه یې وزغمل خو هېواد کې یې شهرت لا زیات شو.

بېنجامېن نېتنیاهو:

د انځور حقوق Getty

د اسرایلو پخوانی لومړی وزیر ایهود بارک د دغه هېواد د اوسني لومړي وزیر بېنجامېن نېتنیاهو په اړه لیکي:

زه ایهود له تېرو څو لسیزو پېژنم. هغه پخوا هوډمن او خپل کار ته متوجه سړی و. خو فکر کوم د وخت په تېرېدو نوموړي خپله خوشبیني او مثبت فکر له لاسه ورکړ. زما په اند دې اوس ډاډه واکمن نه دی، یوازې غواړي په واک کې پاتې شي.

د خطرناک ګاونډي ایران په اړه یې فکر سم دی خو له فرصتونو ګټه نه شي پورته کولی. دی باید له ولسمشر اوباما سره خپلې اړیکې ښې، خپلې پالیسۍ سختې او که اړتیا وي پر ایران برید وکړي. یوازې خبرې نه، زړه ورو ګامونو ته اړتیا ده.

حیدر العبادي:

د انځور حقوق AP

د بریتانیا لومړی وزیر ډېوېد کامیرون د عراق د لومړي وزیر حیدرالعبادي په اړه لیکي:

تېر اوړي کې عراق له یوه ناڅرګند او خطرناک راتلونکي سره مخامخ و. هېواد یې ظالمې او بې احساسې ترهګرۍ ګواښاوه او داسې یوه مشر ته یې سخت ضرورت درلود چې د عراق وېشلې ټولنې یو موټی کړي. او حیدرالعبادي دغه مشر و.

یوازې په اوو میاشتو کې ښاغلي العبادي یو هر اړخیز حکومت رامنځ ته کړ، په تېرو شپږو کلونو کې یې د لومړي ځل لپاره د کابینې پر ټولو څوکیو خلک وګومارل او د اسلامي دولت په نامه اورپکې ډلې پر وړاندې یې مبارزه کې هم فعاله ونډه اخیستې ده.