اروپا ته روانې بیړۍ کې خپل منځي شخړې ۱۵ کډوال وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption دغه کسان د ایټالیا سیسیلي بندر ته له رسېدو سره سم د مذهبي کرکې پر بنسټ د وژنې په تور نیول شوي

د مدیتراني سمندرګي له لارې اروپا ته د کډوالو د پراخېدونکي بهیر په لړ کې د ایټالیا پولیسو ۱۵ تنه مسمان کډوال له کښتیو نه د مسیحي کډوالو سمندر ته د غورځولو په تور نیولي دي.

دغه کسان د ایټالیا سیسیلي بندر ته له رسېدو سره سم د مذهبي کرکې پر بنسټ د وژنې په تور نیول شوي دي.

رپوټونه وايي، چې په دغو پېښو کې د ګیني او نایجېریا ۱۲ مسیحي کډوال سمندر ته په غورځولو وژل شوي دي.

د ایټالیا ساحلي ځواکونه وايي، یوازې په تېره اونۍ کې کابو لس زره هغه کډوال له سمندره ژغورل شوي، چې له شمالي افریقا نه د اروپا په لور په کښتیو کې را روان وو.

تېره اونۍ پر دغه لاره د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د اټکل له مخې کابو څلورو سوو کډوالو په سمندر کې په ډوبېدو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي د سږ کال له پیل راهیسې څه دپاسه ۵۰۰ کسان وژل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۳۰ برابره لوړوالی ښيي.

د تېر کال په وروستیو کې اروپايي ټولنې د ژغورنې سمندري عملیات محدود کړي و ځکه ډېر په دې باور وو چې دغه خدمتونه لا نور کډوال د مدیترانې له لارې اروپا تلو ته هڅوي.

تېر کال څه دپاسه ۲۸۰ زره کسان په ناقانونه توګه اروپايي هېوادونو ته کډه شوي وو چې ډېری یې د سوریې او سومالیا وګړي وو.

په ۲۰۱۴ کال کې د هغو کسانو د مړینې شمېر چې اروپا ته د اوښتو پر مهال وژل شوي شاوخوا ۳۴۰۰ ښودل شوی دی.

ورته مطالب