مېلبورن کې د بريد په تړاو ځوانان نيول شوي

د انځور حقوق epa
Image caption ويل کېږي له څه مودې راهيسې په استراليا کې د ترهګرۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی دی

د استراليا پوليس وايي د لومړۍ نړيوالې جګړې د سلمې کليزې د لمانځلو په مراسمو کې يې شکمن بريد کوونکي نيولي دي.

پوليسو وايي د ترهګرۍ سره په تړاو يې پنځه شکمن ځوانان نيولي دي.

د استراليا د امنيتي ځواکونو په وينا دغو کسانو غوښتل چې د مېلبورن په انزک يادګار غونډه کې بريد وکړي.

د پوليسو سرپرست مرستيال نېل ګوګن خبريالانو ته ويلي، شواهد ښيي دا شکمن کسان د اسلامي دولت ډلې تر اغېز لاندې وو.

ويل کېږي په دې عملياتو کې ۲۰۰ پوليسو ګډون درلود.

يو له دغو کسانو سېوډېټ بېسم د مېلبورن يوې محکمې ته ځان وړاندې کړی و او دويم کس ته به هم د ترهګري په تړاو سزا واورول شي.

درېيم ۱۸ کلن د وسلو په لرلو نيول شوي او دوه نور ځوانان هم د څېړنو لپاره پوليسو نيولي دي.

پوليس وايي دا کسان د عبدالنعمان حيدر سره چې په سپټمبر مياشت کې يې دوه پوليس په چاقو وهلي وو تړاو لري.

د انزک ورځ هر کال د استراليا او نيوزيلنډ د پوځونو په ياد کې لمانځل کېږي.

د استراليا لومړي وزير ټوني ابوټ له خلکو غوښتي چې ياد غونډو ته ور شي. ده زياته کړه "دولت يې هر څه چې په وس کې وي د خلکو د ساتلو لپاره وکړي".

ورته مطالب