کراچۍ عملياتو کې شپږ طالبان وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption ويل کېږي د امنيتي ځواکونو له خوا کراچۍ کې د وسله والو ځواکونو پر وړاندې عملياتو کې زياتوالی راغلی دی

پاکستاني پوليس وايي په کراچۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې، شپږ طالبان وژلي دي.

د پوليسو په وينا دا عمليات د سهراب ګوټ په ګلشن سعدي سيمه کې ترسره شوي دي.

ويل کېږي په دې پټو عملياتو کې د پوليسو له ۲۵۰ زیاتو ځواکونو ګډون درلود.

د پوليسو سرپرست مشر ملير انور وايي وژل شوي کسان د پاکستاني طالبانو د ملا فضل الله ډلې سره تړاو لري.

روا انور وايي په دې عملياتو کې د طالبانو يو مشهور قوماندان چې په وزيرستان کې په يوه ډرون بريد کې ټپي شوی و هم وژل شوی دی.

پوليس وايي د وژل شويو کسانو په ځايونو کې يې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د امنيتي ځواکونو له خوا کراچۍ کې د وسله والو ډلو پر وړاندې عملياتو کې زياتوالی راغلی دی.

د پاکستان امنيتي ځواکونه وايي تېره مياشت يې د کيماړي په سيمه کې پنځه ترهګر وژل دي.

له دې بريد وروسته کراچۍ کې پر يوه مېشت امريکايي استاد بريد وشو او بريدکوونکو ويل د خپلو وژل شويو ملګرو بدل يې اخيستی.