مالي: د ملګرو ملتونو پر کاروان بريد کې ۲ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption له څه مودې راهيسې په مالي کې د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو بريدونو کې زياتوالی راغلی

د مالي شمال قاو ښار ته نژدې د ملګرو ملتونو پر يو کاروان بريد شوی چې دوه ملکي موټر چلوونکي په کې وژل شوي.

د فرانسې له خوا د اسلامي ډلې پر وړاندې له عملياتو وروسته ملګرو ملتونو د سيمې امنيت په لاس کې اخيستی.

له ۲۰۱۳ کال را وروسته په مالي کې د ملګرو ملتونو ۳۵ کارکوونکي وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپيان شوي دي.

په مالي کې د فرانسې له وسلوالې مداخلې وروسته له القاعده سره تړلې ډلې د سهارا وچې ته وتښتېدې او د ملګرو ملتونو په کارکوونکو بريدونه کوي.

د ملګرو ملتونو په وينا يوه وسله وال يې کاروان درولی، دوه موټر چلوونکي يې وژلي او موټرو ته يې اور اچولی و.

ويل کېږي د کاروان يو بل غړی ټپي شوی و.

همدارنګه تېره چهارشنبې د مالي په انسونګو ښار کې په يوه ځانمرګي بريد کې دری ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپي شوي وو.

ملګري ملتونه په مالي کې شاوخوا ۹۰۰۰ کارکوونکي لري.

په ۱۹۶۰ کال کې مالي له فرانسې ازادي واخيسته او ويل کېږي له هغه راهيسې يې په شمالي سيمو کې امنيتي حالات خراب دي