اروپايي ټولنه د سلګونو کډوالو د وژل کېدو په تړاو بېړنۍ غونډه کوي

د انځور حقوق GETTY
Image caption ماتیو رنزی په خبري غوڼده کې وویل، له اروپاي ټولنې غواړي، چې د پنج شنبې او یا جمعې په ورځ دې د مدیترانې په اوبو کې کډوالو د سرګردانۍ او ډوبېدو په تړاو بېړنۍ غونډه جوړه کړي

د ایټالیا د لومړي وزیري د غوښتنې پر بنسټ اروپايي ټولنه په مدیترانې اوبو کې د سلګونو کډوالو د ډوبېدو په تړاو نن (اپریل ۲۰) غونډه کوي.

اټکل شوې دغه غونډه په لوکزامبورګ کې ترسره شي.

د مدیترانې په اوبو کې د ۷۰۰ کډوالو د ډوبېدو په درشل کې ایتالیا د اروپايي ټولنې بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې وه.

د ایتالیا لومړي وزیر د کابینې بېړنه غونډه وربللې او له اروپايي ټولنې څخه یې غوښتي وه، چې د مدیترانې په اوبو کې د کډوالو د ژغورنې لپاره کار وکړي.

ماتیو رنزی په خبري غوڼده کې ویلي و، له اروپايي ټولنې غواړي، چې د مدیترانې په اوبو کې د کډوالو د سرګردانۍ او ډوبېدو په تړاو بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

په مدیترانې اوبو کې د یوې ۲۰ مترۍ بیړۍ د ډوبېدو له کبله چې ۷۰۰ نا قانونه کډوال یې لېږدول دا وېره شته چې سلکونه کسان به د دې پېښې په ترڅ کې وژل شوي وي.

ښاغلی رنزي وايي، هوډ لري هغه قاچاقبران چې د دغې بېړۍ د ډوبېدو مسوول دي پیدا او محاکمې ته یې راکش کړي.

د ايټاليا سمندري ځواکونو تېره ورځ ویلي و، چې د ۷۰۰ کډوال لېګدونکې بېړۍ د مديترانې په سمندر کې ډوبه شوې.

د ورکو شويو کسانو د ژغورنې عمليات پيل شوي او ويل کېږي تر اوسه ۲۸ کسان ژغورل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګه وايي، دا په مديترانې سمندر کې تر ټولو لويه پېښه ده.

څو ورځې وړاندې د ليبيا په شمال کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله ۴۰۰ کسان لا درکه شوي وو.

د ژغورنې په دې عملياتو کې د ايټاليا بېړۍ او د مالټا سمندري ځواکونه برخه لري.

ويل کېږي په دې عملياتو کې ۲۰ کښتۍ او درۍ هليکوپټر شامل دي.

د انځور حقوق Reuters

د نوي کال له پيل راهيسې ۹۰۰ کسان د مديتراني سمندر څخه په تېرېدو مړه شوي او په تېرو دوو اونيو کې د ايټاليا بحري ځواکونو ۱۰۰۰۰ کډوال ژغورلي دي.

تېر کال ۱۷۰۰۰۰ کسان له بېوزلۍ او جګړې په تېښته له افريقا او منځني ختيځ اټياليا په خطرناکو لارو اوښتي دي

ورته مطالب