د "۸۰۰ کډوالو" د ډبېدو په تور دوه تنه قاچاقبران نیول شوي

د انځور حقوق EPA

مدیترانه اوبو کې د ۸۰۰ کسانو د ډبېدو د مسولیت په تور دوه تنه قاچاقبران نیول شوي.

د ملګرملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، چې د مدیترانې په اوبو کې د کډوالو د بېړۍ د ډوبېدوله کبله کېدای شي ۸۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

د ایتالیا پولیسو ویلي، د دغې بېړۍ دوه تنه کار کوونکي يې نیولي چې ګومان کېږي د انسانانو په قاچاق کې یې لاس درلود.

په نیول شویو کسانو کې یو تن د تونس اوسېدونکی دی چې ګومان کېږي د بېړۍ کپتان دی.

دغه دوه کسان په داسې حال کې نیول شوي، چې ژغورل شوي کسان د ایټالیا ژغورنکې بیړۍ په سسلي کې د کاتانیا ښار ته لېږدول.

له لیبیا نه په لاره اروپا خوا ته د کډوالو دغه بېړۍ د شنبې او یکشنبې ترمنځ په نیمه شپه د لیبیا له ساحل نه ۲۷ کیلیومتره لرې ډوبه شوې وه.

په لومړیو رپوټونو کې ویل شوي و چې ۷۰۰ کسان په دغه بېړۍ کې سپاره وو چې یوازې ۲۷ تنه یې ژغورل شوي.

خو په دغه پېښه کې ژغورل شویو کسانو ویلي، چې په بېړۍ کې له دې هم ډېر کسان سپاره وو.

د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR )ویاند کارلوټا سامي د فرانسې یوه خبري اژانس ته ویلي و، چې کېدای شي د وژل شویو کسانو شمېر ۸۰۰ وي.

له دې مخکې د ژغورنې او مرستې رسولو ادارو ویلي وو چې کېدای شي هیڅ وخت هم د دغې بېړۍ د وژل شویو کسانو کره شمېر څرګند نه شي ځکه چې بېړۍ د سيند تل ته رسېدلې او د معلوماتو پر بنسټ قاچاق کوونکو ډېر خلک د بېړۍ په لاندني پوړ کې ایسار کړي وو.

د ژغورنې ډله وايي د اوبو په سر د مړو ترمنځ یې دوه ژوندي کسان پیدا کړي او ژغورلي دي.

په دغې بیړۍ کې زیاتره کډوال د سومالیا، سوریې او لوېدیځې افریقا وکړي وو.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب