ایران یمن کې د هوايي بریدونو د درېدو هرکلی وکړ

د انځور حقوق AP
Image caption د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ویاند جنرال احمد العسیري ریاض کې یوې خبري غونډې ته وویل: "ایتلاف د یمن د حکومت او ولسمشر عبد ربه منصور هادي په غوښتنې د "پرېکنده توپان" په نامه هوايي بریدونه پای ته ورسول".

ایران په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو او د هغوی د ملاتړو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ د بمباریو درولو د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي، دا بریدونه یې د یمن د حکومت په غوښتنې پیل کړي، چې په وینا یې په عملیاتو کې دوی خپلې پوځي موخې ته رسېدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر خپلې ټویټر پاڼې د هوايي بریدونو درولو هرکلی کړی او دا یې یو "مثبت ګام" بللی دی.

ظریف وايي، د عملیاتو له پای ته رسېدو سره "باید بېړنۍ بشري مرستې یمن ته واستولې شي، او د یمن د ننه د یوه حکومت جوړېدو لپاره خبرې پیل شي".

د سعودي په مشرۍ ایتلاف د "هیلو بیا پیلېدو" په نامه نوی پروګرام پیلېږي، چې هدف د یمن شخړې ته د یوه سیاسي حل رامنځ ته کول دي.

پر ایران تور دی، چې یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو ملاتړ کوي، حوثیانو تېر کال پلازمېنه صنعاء ونیوه او یو "بدیل" حکومت یې جوړ کړ، خو بیا وروسته یې سمندرغاړی عدن ښار هم ونیو.

د انځور حقوق .
Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر خپلې ټویټر پاڼې د هوايي بریدونو درولو هرکلی کړی او دا یې یو "مثبت ګام" بللی دی.

ولسمشر عبد ربه منصور هادي له عدن ښاره د سعودي عربستان ریاض ښار ته وتښتېد.

تهران د حوثي یاغیانو د ملاتړ تورونه ردوي.

"مننه او کورودانی"

بل خوا، د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي په یوه تلوېزیوني وینا کې له سعودي عربستان مننه کړې، چې د یوه قانوني ولسمشر په توګه یې د ده ملاتړ کړی دی.

هادي له ریاض نه پخپل پیغام کې ویلي: "د خپل ځان او د یمن د خلکو له خوا له ټولو عربو او مسلمانو وروڼو او په دې ستراتیژیک ایتلاف کې له ملګرو د زړه له کومي مننه کوم".

د انځور حقوق AP
Image caption د سعودي عربستان پوځيان له پولې هاغاړې په یمن کې کې د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه کوي
د انځور حقوق AP
Image caption صنعاء کې د وسلو او مهماتو پر یوې زېرمې د سعودي په مشرۍ ایتلاف بمبار کړی دی

دی زیاتوي: "د خدای په امر به موږ بریالي کېږو، له دې کړاوه به تېرېږو، صنعاء او عدن ته به رسېږو، او د هېوادوالو راټوکېدلې هیلې به پوره شي".

بل خوا، د امریکا متحدو ایالتونو په یمن کې د یوه سوله ییز حل رامنځ ته کولو لپاره د ګډ کار او ملاتړ اعلان کړی دی.

د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ویاند جنرال احمد العسیري ریاض کې یوې خبري غونډې ته وویل: "ایتلاف د یمن د حکومت او ولسمشر عبد ربه منصور هادي په غوښتنې د "پرېکنده توپان" په نامه هوايي بریدونه پای ته ورسول".

د انځور حقوق EPA
Image caption د تېرې سې شنبې په ورځ د یمن لوېدیځ اب ښار کې د حوثیانو پر یوه کاروان بمبارۍ کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي

جنرال عسیري زیاتوي، دغه عملیات تېره نیمه شپه پای ته ورسېدل؛ ځکه چې اورپکي د ولسي وګړو لپاره نور ګواښ نه رامنځ ته کوي.

ورته مطالب