پنتاګون: فکر نه کوو بغدادي دې ټپي شوی وي

بغدادي د انځور حقوق AP
Image caption د ابو بکر البغدادي په اړه ډېر کم معلومات خپاره شوي، خو د هغه د پټنځي په اړه آن د داعش جنګیالي هم د څه ویلو حق نه لري.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي، امریکايي پوځ پر دې باور دی، چې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې مشر ابو بکر البغدادي شاید نه وي ټپي شوی.

د تېرې سې شنبې په ورځ د ابو بکر البغدادي د برخلیک په اړه ضد او نقیض خبرونه خپاره شول.

د عراق د کورنیو چارو وزارت ویاند بي بي سي ته وویل، بغدادي په تېره مارچ میاشت کې د ایتلافي ځواکونو په هوايي برید کې سخت ټپي شوی، خو نور جزییات یې وړاندې نه کړل.

"ګارډین" ورځپاڼې د یوه لوېدیځ دیپلومات او یوه عراقي سلاکار له قوله ویلي، دغه برید د عراق په لوېدیځ کې شوی و.

ګارډین ورځپاڼه وايي، بغدادي په دې برید کې سخت ټپي شوی و.

خو د پنتاګون ویاند ډګروال سټیف وارین خبریالانو ته وویل، بغدادي په یاد برید کې نه و په نښه شوی.

سرچینه زیاتوي، هېڅ داسې څه نه شته چې ثابته کړي آیا بغدادي ټپي شوی یا وژل شوی دی.

امریکايي او د دوی نورې عرب او لوېدیځو ملاتړو الوتکې د "اسلامي دولت" پر ډلې بمبارۍ کوي.

"نالیدلی شیخ"

په وروستیو څو اونیو کې عراقي ځواکونو، ملېشو، او د امریکا په ملاتړ نورو جنګیالیو په عراق کې د "اسلامي دولت" پرضد یوڅه پرمختګ کړی، خو دغه ډله لاهم د عراق په لوېدیځ کې بریدونه کوي.

د ابو بکر البغدادي په اړه ډېر کم معلومات خپاره شوي، خو د هغه د پټنځي په اړه آن د داعش جنګیالي هم د څه ویلو حق نه لري.

ویل کېږي البغدادي خپلو قومندانانو او پلویانو ته د وینا پرمهال ماسک اچولی وي، چې له همدې کبله په "نالیدلي شیخ" سره هم مشهور شوی دی.

ورته مطالب