د "یو نیم میلیون" ارمنیانو د وژلو سلم تلین لمانځل کیږي

د انځور حقوق BB

یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او د نړۍ د ځینو هیوادونو ولسمشرانو په لومړۍ نړیوالې جګړې کې د ارمنستان او ترکیې پېښو د سلم تلین لمانځلو لپاره مراسمو کې برخه اخیستې.

ارمنیان نن جمعه (اپریل ۲۴) د عثماني امپراتوري تر واکمنۍ لاندې د یونیم میلیون ارمنیانو د وژلو سل ام تلین لمناځي د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ډېر شمېر ارمنیان ووژل شول، یو شمېر یې لوږې له منځه یوړل او نور بیا له ناروغیو مړه شول.

دغه پېښه د ۱۹۱۵ زیږدیز کال د اپریل په ۲۴ په قسطینطنیه (اوسنی استانبول) کې شوې وه.

ارمنیان دغه پېښه نسل وژنه ګڼي او پړه یې د ترکیې پر عثماني دولت اچوي.

خو ترکیه د عثماني امپراطورۍ مرکز له تاریخي پلوه دا تعریف بیخي د نه منلو وړ بولي.

ارمنستان او د نړۍ نژدې ۲۰ نور هېوادونه یې ټولوژنه بولي.

په دغه مراسمو کې برخه اخیستونکي به د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې د هغه څلي سره شمعې بلې کړي کوم چې د دغو قربانیانو په یاد جوړ شوی د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ارمنیان په دې مناسبت مراسم تر سره کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر اولاند د یو شمېر نورو هیوادنو د لوړو پوړو چارواکو په ګډون په ایروان او د نړۍ به نورو برخو کې په دغه تړاو مراسمو کې برخه اخیستې.

د انځور حقوق EPA

خو د نړۍ ډیر شمېر هیوادنو د دغو مراسمو بلنه نه ده منلې.

ورته مطالب