سوريه: اسلام پالو ډلو پر جسر الشغور ښار ولکه کړې ده

د انځور حقوق Reuters
Image caption په سيمه کې له اسلامي دولت ډلې وړاندې د النصره جبهه تر ټولو ځواکمن او توند لارې بلل کېده

فعالان وايي اسلامي دولت ډلې د سوريې په شمال ختيځ کې د جسر الشغور ښار نيولی.

ويل کېږي ادلب ولايت کې د حکومت تر ولکې لاندې دا وروستی لوی ښار و.

دا قواوې چې القاعده او النصره ډله يې ملګرتيا کوي د تېرې پنجشنبې پر ورځ پر ښار بريد پيل کړ.

د دولتي رسنيو په وينا پوځ له ښاره بهر ځاي پر ځای شوی چې "ملکې وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي"

حکومت وايي وايي د پوځ له په شاتګ وړاندې يې له وسله والو کسانو سره جګړه کړې په زيات شمېر "وسله وال اورپکي" د ترکيې له پولې راغلي دي.

لندن مېشتي د سوريې بشري حقونو څاروونکي وايي دولتي ځواکونه تښتېدلي.

دوی وايي په په کوڅو شاوخوا د ۶۰ دولتي جنګاليو مړي پراته دي.

په سيمه کې له اسلامي دولت ډلې وړاندې د النصره جبهه تر ټولو ځواکمن او توند لارې بلل کېده.

تېره مياشت اسلامي دولت ډلې د ادليب ښار لاندې کړی و.

د بي بي سي د منځني ختيځ چارو شننونکی اوشر وايي که چېرې ياغيان وکولای شي حکومتي ځواکونه په پوره توګه له ادليب ولايت وباسي دا به دوی ته د اللاذقيه ښار لار پرانيزي.

د شخړو له له پيل راهيسې د جسر الشغور ښار د حکومت تر ولکې لاندې و.

د ۲۰۱۱کال جون مياشت کې ګڼ شمېر لاريون کوونکو د حکومت پر وړاندې مظاهره وکړه چې ۱۲۰ عسکر په کې ووژل شول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا قواوې چې القاعده او النصره ډله يې ملګرتيا کوي د تېرې پنجشنبې پر ورځ پر ښار بريد پيل کړ

ورته مطالب