د یمن د بهرنیو چارو وزیر: له حوثیانو سره "مشروطې" خبرې کوو

ریاض یاسین د انځور حقوق Reuters
Image caption ریاض یاسین د حوثیانو مشر او مخکینی ولسمشر علي عبدالله صالح مجرمین ګڼلي دي.

د یمن د بهرنیو چارو وزیر ریاض یاسین بي بي سي ته ویلي، حکومت یې له حوثي یاغیانو سره د سولې مشروطو خبرو ته چمتو دی، خو وايي د حوثیانو له مشر او مخکیني ولسمشر علي عبدالله سره خبرې نه غواړي.

نوموړي ویلي "حوثیان لومړی باید خپلې درنې وسلې ختمې کړي، او د یوه سیاسي جوړښت په بڼه رامخې ته شي".

یاسین چې دا مهال په تبعید کې اوسېږي، دا نه مني چې ګني د حوثیانو له مشر عبدالملک الحوثي او یا د یمن د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح سره دې د سولې په تړاو خبرې وکړي.

نوموړی وايي "دا ټول مجرمین دي، چې موږ خبرې کول ورسره نه غواړو".

دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې په یمن کې لاهم جګړه دوام لري، او د حوثیانو او ولسمشر عبد ربه منصور هادي د پلویانو ترمنځ نښتې کېږي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثیانو پرضد بمبارۍ کوي.

د پلازمېنې صنعاء اوسېدونکو ویلي، لږترلږه د حوثیانو پر پوځي ځایونو او د ولسمشرۍ ماڼۍ څېرمه پنځه ځلې بمبارۍ شوې دي.

سعودي د تېرې سې شنبې په ورځ په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو پرضد د "پرېکنده توپان" په نامه د بمباریو ختمولو اعلان وکړ، خو څو ساعته وروسته یې بېرته بمبارۍ پیل کړې.

مخکیني یمني ولسمشر علي عبدالله صالح د تېرې جمعې په ورځ په یمن کې ټولې ښکېلې غاړې یوه سیاسي جوړجاړي او خبرو ته راوبلل، چې په وینا یې د خبرو څارنه باید په ژنیو کې د ملګرو ملتونو له خوا مخته یوړله شي.

ورته مطالب