په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نيپال کې ژغورونکي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

نيپال کې ژغورونکي هغو لرې پرتو غرنيو سيمو ته په رسېدو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې د شنبې ورځې ۷،۸ درجې ځواکمنې زلزلې لړزولې دي.

اوس روښانه شوې، چې څه د پاسه ۳۶۰۰ کسان مړه شوي. وروسته له هغه چې زلزلې د نيپال پلازمېنې کتمندو شمال لوېديځ ۸۰ کيلومترۍ کې سيمه ولړزوله. د زلزلې ټکانونه او مرګژوبله په ګاونډيو هند او چين کې هم پېښ شوي دي.

په کتمندو کې د مرستو رسولو نړيوالې هڅو زور اخيستی، چې سلګونه زره ژوندي پاتې شوي، اوس په لنډمهالو پناځايونو کې اوسېږي.

خو دا تر ټولو بده زلزله ده چې په تېرو څه د پاسه اتيا کلونو کې يې دغه هېواد ځپلی دی.