"د نیپال زلزلې اته میلیون خلک اغېزمن کړي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption چارواکي وايي، د زلزلې د قربانیانو شمېر ۴۳۱۰ ته رسېدلی، خو د ټپیانو شمېر بیا تر ۸۰۰۰ هم اوښتی دی.

په داسې حال کې چې نیپال کې د زلزلې د قربانیانو شمېر تر ۴۰۰۰ اوښتی دی، ملګري ملتونه وايي، د زلزلې له کبله اته میلیون خلک اغېزمن شوي، او ۱،۴ میلیون د خوړو مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، د نیپال د ټول ټال نفوس نژدې څلورمه برخه وګړي د زلزلې له کبله سخت اغېزمن شوي او زیان یې لیدلی دی.

نړیوالې مرستندویه د نیپال ۱،۴ میلیون سختو اړمنو خلکو ته خواړه رسوي.

د تېرې شنبې په ورځ د ریختر په کچه ۷،۸ درجې زلزلې د نیپال پلازمېنه کتماندو او ځینې نورې کلیوالې سیمې سختې زیانمنې کړې او ګڼې وداkۍ یې ونړولې.

چارواکي وايي، د زلزلې د قربانیانو شمېر ۴۳۵۶ ته رسېدلی، خو د ټپیانو شمېر بیا تر ۸۰۰۰ هم اوښتی دی.

لومړي وزیر سوشیل کویرولا رویټرز خبري اژانس ته د خبرو پرمهال خبرداری ورکړی، چې د قربانیانو شمېر شاید ۱۰۰۰۰ کسانو ته ورسېږي.

نیپال او څنګلورې سیمې له زلزلې وروسته هم لړزېدلې دي. په کتماندو کې زرګونه خلکو تر شنه اسمان لاندې په کېږدیو کې درېیمه شپه تېره کړه، خو وېره لرله که چېرې خپلو کورونو ته ستانه شي، د زلزلې بله څپه به پرې راشي.

د انځور حقوق Other
د انځور حقوق EPA

هلته اوبه، خواړ، برېښنا په نشت حساب دي، چې سربېره پرې د ناروغیو د سرایت وېره هم شته.

د ملګرو ملتونو د نیپال اړوند دفتر په یوه راپور کې ویل شوي: "د لومړنیو اټکلونو له مخې، په ۳۹ ولسوالیو کې اته میلیون وګړي سخت اغېزمن شوي دي، چې په ۱۱ سختو اغېزمنو شویو ولسوالیو کې د دوو میلیونو وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی."

په نیپال کې اوس وضعیت د کړکېچ او ناورین لوري ته روان دی، په تېره بیا لیرو غرنیو او کلیوالیو سیمو ته د اړتیا وړ او د ژوندانه لومړي توکي په اسانۍ نه شي رسېدلی.

د انځور حقوق BBC World Service

د ربیکا مک اټیر په نامه امریکايي ډاکتړه له هغو لومړیو کسانو وه، چې د زلزلې سرچینې ته څېرمه ګورخا ولسوالۍ ته ورسېده، نوموړې اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي، ۹۰٪ کورونه "پر ځمکه هوار" شوي دي.

دا وايي، ډېری استوګن یې عمر خوړلي نارینه، ښځې او ماشومان دي، ځکه چې د کورنیو ځوان او زلمیان یې بهر ته د کار کولو لپاره تللي وو.

هلته زیاترو خلکو خپلې مالدارۍ او خواړه هم ختم کړي دي.

د سوریا موهان ادهیکاري ولسوالۍ چارواکو اې پي خبري اژانس ته ویلي، د زلزلې مرکز ته څېرمه کلي په ډېر ناوړه حالت کې دي؛ ځکه چې شاوخوا یې ځمکې ښویېدلې دي او خرابه هوا هم مرستندویو چورلکو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

د انځور حقوق REUTERS
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AFP

ورته مطالب