د امریکا بالتیمور ښار کې بېړنی وضعیت اعلان شوی

بالتیمور د انځور حقوق Reuters
Image caption د بالتیمور تاوتریخوالي کې ۱۵ پولیس ژوبل شوي

امریکايي چارواکو په بالتیمور ښار کې له تاوتریخوالي او لوټ وروسته بېړنی وضعیت اعلان کړی دی.

ددغه ښار ځینو چارواکو ویلي، په ښار کې د ناامنیو پېښې د ۱۹۶۸ کال مارټین لوترکینګ تر وژلو وروسته د ګډوډیو له پېښو وروسته تر ټولو ډېرې ناوړه ګڼل شوې دي.

همدارنګه، په یاد ښار کې د یوې اونۍ لپاره په تګ راتګ بندیز لګول شوی، ۵ زره ملي ګارد ښار ته استول شوی. د ښار ښوونځي هم رخصت شوي دي.

د بالتیمور ښاروال اسټیفني رولینګز بلیک پخپلو خبرو کې د لوټ تالان او ودانیو او هټیو ته د اور اچولو پېښې غندلې دي.

دغه نارامۍ د یوه ۲۵ کلن تورپوستي سړي تر وژل کېدا وروسته پیل شوې، چې د پولیسو له خوا د نیول کېدو پرمهال سخت ژوبل او بیا مړ شو.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق BBC World Service

د فریډي ګرې په نامه دغه افریقا الاصله امریکایی یوه اونۍ په کوما کې و، چې د اپریل پر ۱۹ یې ساه ورکړه.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، ددغه سړي د مرګ په اړه څېړنې کوي. تر اوسه ددې قضیې په تړاو د شپږو پولیسو دندې ځنډول شوې دي.

د وژل شوي سړي خاورو سپارلو مراسمو کې له ۲۵۰۰ ډېرو کسانو ګډون کړی و، خو څو ساعته وروسته د تاوتریخوالي پېښې پیل شوې.

د انځور حقوق GETTY
د انځور حقوق AP
د انځور حقوق Getty
Image caption د بالتیمور ښاروال اسټیفني رولینګز بلیک پخپلو خبرو کې د لوټ تالان او ودانیو او هټیو ته د اور اچولو پېښې غندلې دي.

د بالتیمور پولیس وايي، پر پولیسو بریدونه شوي، چې ۱۵ پولیس پکې ټپیان شوي. پولیس وايي، پر دوی ډبرې لرګي او بیټرۍ ویشتل شوې دي.

خو پولیسو د قهرېدلو خلکو د تیک پرک کولو لپاره اوښلن غاز او مورچکي مرمۍ کارولې دي. تر اوسه پولیسو لسګونه کسان نیولي دي.

د امریکا لوی څارنوال لورتا لینګ ویلي، د تاوریخوالي پېښو پایته رسولو لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ویلي، هېواد یې به یې د بالتیمور د وضعیت آرامولو لپاره لازمه همکاري وکړي.

د انځور حقوق epa
د انځور حقوق epa
د انځور حقوق epa