اندونیزیا کې د اتو کسانو پر اعدام د استرالیا غوسه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اعدامېدونکو ته له اعدام مخکې له خپلوانو سره د کتلو اجازه ورکړل شوه

په اندونیزیا کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د اتو کسانو تر اعدامېدو وروسته، استرالیا له دغه هېواده خپل سفیر ورغوښتی، برازیل هم وروسته تر هغه "ژوره خواشیني" ښودلې، چې د نشه يي توکو په جرم تورن وګړي یې اندونیزیا کې اعدام شول.

په اعدام شویو کې دوه استرالیايي سړي دي، چې د نشه يي توکو د قاچاق په جرم نیول شوي وو.

اندري چان او میوران سوکوماران په هغو اتو اعدام شویو کسانو کې دي، چې د چارشنبې په ورځ د نوساکامبانګان ټاپو په زندان کې اعدام شول.

برازیلي حکومت هم د خپلو تورنو وګړو پر اعدامېدو "ژوره خواشيني" ښودلې ده.

په اعدام محکومو کسانو کې یوه فلیپینۍ مېرمن هم وه، خو په وروستیو شېبو کې له اعدامه وژغورله شوه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تورن کسان د چارشنبې په ورځ د نوساکامبانګان ټاپو په زندان کې اعدام شول.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اندري چان او میوران سوکوماران په هغو اتو اعدام شویو کسانو کې دي، چې د چارشنبې په ورځ د نوساکامبانګان ټاپو په زندان کې اعدام شول.

ماري جېن فیسټا ویلوسو هغه مهال وبښل شوه، چې حکومت یې له اندونیزیا د هغې د بښلو غوښتنه وکړه، پر نوموړې تور و، چې ګني پخپل بدن کې یې نشه يي توکي ځای پرځای کړي وو.

استرالیا له څه مودې راهیسې د خپلو تورنو وګړو د ژغورلو لپاره کمپاین پیل کړی و، چان او سوکوماران په ۲۰۰۶ کال کې د بالي ناین په نامه هیرویینو د چاقاق کوونکو په ډله کې تورن وپېژندل شول.

د استرالیا لومړي وزیر ټوني ابوټ دغه اعدامونه "بېرحمانه او نامناسب" ګڼلي دي، چې په وینا یې چان او سوکوماران په زندان کې "پر خپل جرم اعتراف کړی".

اندونیزیا د استرالیا لپاره ډېر اهمیت لري، چې د بي بي سي د جان دونیسن په وینا، دواړه هېوادونه د ناقانونه کډوالو او ترهګریزو مسائلو په اړه په ګډه کار کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فلپینیانو مانیلا کې د خپلې وطندارې په بښلو خوښۍ وکړې
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ځینې اعدام شوي خښ کړای شول

دا لومړی ځل دی، چې استرالیا له اندونیزیا نه خپل سفیر ورغوښتی او په بهر کې یې د خپلو تورنو وګړو پر اعدام غوسه ښودلې ده.

د اندونیزیا لوی څارنوالی محمد پرسیتیو له دغو اعدامونو دفاع کړې ده، چې په وینا یې دا اعدامونو د نشه يي توکو پروړاندې د "جګړې" یوه برخه ده.

اعدام شوي زندانیان څوک وو؟

  • استرالیایی میوران سوکوماران او اندري چان
  • د ګانا مارټین انډرسن
  • د اندونیزیا زین العابدین بن محمود بدر الدین
  • د نایجریا رحیم عجبي سلمي، سیلویسټر ابیکوې نولایس، اوکودیلي اویاتانزي
  • د برازیل رودریګو ګولارتې

د فرانسې اریسکي اتلاوي او د فلپین ماري جېن فېستا ویلوسو له اعدامه وژغورل شول

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption زندان ته څېرمه د ویلوسو کورنۍ د هغې په بښلو خوشحالۍ وکړې

اندونیزیا د نړۍ په کچه د نشه يي توکو پروړاندې سخت قوانین لري، چې له څلور کلن ځنډ وروسته یې په ۲۰۱۳ کال کې ددغو قوانینو عملي کول بیا پیل کړي دي.

د اندونیزیا د نشه يي توکو پرضد اداره وايي، هره ورځ ۳۳ اندونیزیایان د نشه يي توکو د مبارزې په لړ کې مري.