د بریتانیا په سیاست کې د افغانانو ونډه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بریتانیا په ټاکنو کې هر ګوند چې ټاکنې وګټي خپله کابینه جوړوي.

بریتانیا کې د نورو آسیايي هېوادونو د وګړو سربېره لسګونه زره افغانان هم ژوند کوي.

دوی دلته له مزدورۍ نیولې تر تعلیم او تربیې او روغتیا په بېلا بېلو برخو کې په کارونو بوخت دي. په سیاست کې یې که څه هم ډېرې بېلګې نه شته خو په دې وروستیو کې د بریتانوي افغانانو د دغه هېواد په سیاسي ډګر کې هم لېوالتیا زیاته شوې او د بېلابېلو ګوندونو غړیتوب یې ترلاسه کړی.

د لندن په شمال لودیځ هارو سیمه کې د افغانې بریتانوۍ، پیمانې اسد لیدو ته ورغلم.

نوموړې له تېرو څو کلونو راهیسې د بریتانیا د کارګر ګوند غړې ده او د تېر کال په سیمه اییزو ټاکنو کې له هارو سیمې د کارګر ګوند نومانده وه.

پیمانه درې کلنه وه چې له کورنۍ سره یو ځای بريتانیا ته راغله. نوموړې راته وویل د بريتانیا په سیاست کې د افغانانو نه شتون دې ته وهڅوله چې دغې ډګر ته د راتلو پرېکړه وکړي.

دا وايي " د بریتانیا په سیاست کې ډېر افغانان نشته، دلته د نورو هېوادونو لکه پاکستان، هند، بنګله دېش او سریلانکا وګړي په سیاسي ډګر کې فعال دي او رغنده رول لري، نو ما فکر وکړ چې ولې دې افغانان شاته پاتې وي".

Image caption افغانان د نورو آسیایانو په پرتله وروسته بریتانیې ته کډه شوي، نو ځکه په سیاست کې د نورو لږکیانو په پرتله ډېره ونډه نه لري.

بریتانیا کې د افغانانو په پرتله د نورو اسیایي هېوادونو لکه پاکستان، هند او د بنګلا دېش وګړي د بریتانیا په سیاست کې مهمه ونډه لري. بریتانیا مېشت آسیایان او د نورو توکمونو لږکي له پخوا راهیسې پارلمان کې د غړیتوب او د خپلو ټولنو د غږ پورته کولو هڅې کړي.

سږنۍ ټاکنې او آسیايي توکمه کاندیدان

د بریتانیا د ۲۰۰۵ کال په ټاکنو کې د پارلمان ۱۵ څوکۍ داسې کسانو ګټلې وې چې یا آسیایان او یا د نورو لږکیو استازي ول.

اوس د اټکلي شمېرو له مخې ښايي په سږنیو ټاکنو کې تر ۴۰ پورته څوکۍ د لږکیو استازي وګټي.

د بریتانیا په سږنیو ټاکنو کې له ټولې بریتانیا ۱۵۸ آسیايي توکمه کاندیدان ټاکنو ته ولاړ دي چې له دوی یې ۱۱۱ سړي او ۴۷ هم مېرمنې دي.

محافظه کاره ګوند د بریتانیا تر نورو ګوندونو ډېر آسیايي نوماندان لري. ۳۶ آسیايي توکمه بریتانویان له بېلابېلو ټاکنیزو حوزو د محافظه کار ګوند استازیتوب کوي.

کارګر ګوند ۳۴، لېبرل دیموکرات ۳۲ او د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند ۲۱ اسیايي توکمه کاندیدان لري.

د سیاسي شنونکو په آند ښايي د بریتانیا په راروانو ټاکنو کې د لږکیو رایه پرېکنده رول ولري او ښايي لویو ګوندونو همدې ټکي ته په پام دا ځل لا ډېر لږکي نوماندان ټاکلي وي.