شمالي کوریا پنځلسو کسانو ته د مرګ سزا ورکړې

د انځور حقوق AFP
Image caption د شمالي کوریا مشر ۲۰۱۳ کال کې خپل تره د خیانت په پور وواژه.

د جنوبي کوریا استخباراتي کړۍ وايي سږ کال د شمالي کوریا مشر کېم جانګ- اُن د پنځلسو کسانو د اعدام امر ورکړی دی چې په دوی کې لوړپوړي چارواکي هم ول.

د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد استخباراتي ادارې پارلماني غونډې ته وویل چې دغه کسان د جاسوسۍ په تور په ډزو وژل شوي.

د جنوبي کوریا په وینا وژل شوو کسانو کې د موسیقۍ د ارکستر دوه غړي او د وزیرانو دوه مرستیالان هم ول چې ښاغلی کېم یې د ده پر تګلارو ننګولی ؤ.

ښاغلي کېم په ۲۰۱۳ کال کې د خپل ترور خاوند او له هغه سره نژدي ملګري يې د خیانت په تور ووژل.

د ښاغلي کېم تره، چانګ سانګ- ثایک له کېم جانګ- یل څخه د هغه ځوی کېم جانګ- اُن ته د مشري د لېږد پرمهال څارونکی بلل کېده.

ورته مطالب