امریکا کې له توپاني هوا سربیره سلګونو کسانو لاریون کړی

د انځور حقوق Getty
Image caption پر له پسې لاریونونو د بالتیمور چارواکي او په تېره بیا پولیس له سختو ننګونو سره مخامخ کړي دي.

د امریکا په بالتیمور ښار کې د پولیسو په بندخونه کې د یوه ځوان تورپوستي د مرګ په تړاو تازه مظاهرې شوې دي.

له توپاني هوا سره سره سلګونه کسان د ښار سړکونو ته راوتلي دي.

د فریډي ګرې په نوم د دغه ۲۵ کلن سړي د مرګ د څرنګوالي په اړه د تر سره شویو پلټنو لومړنۍ پایلې تر اوسه نه دي ډاګیزې شوې، خو د بالتیمور د پولیسو د ادارې مرستیال ویلي، چې د دغو پلټنو په لړ کې دا خبره جوته شوې، چې زندان ته د نوموړي د لېږدولو په لړ کې پولیسو په یوه ځای کې موټر تم کړی و، چې مخکې یې په دې اړه څه نه وو ویلي.

زندان ته د دغه نیول شوي سړي د لېږد په بهیر کې شپږو پولیسو برخه اخېستې، چې تر اوسه یې په دې قضیه کې په رسمي ډول د تورنولو پرېکړه نه ده شوې.

پرون هم د امریکا په بېلا بېلو ښارونو کې د فریډي ګرې د مرګ په تړاو لاریونونه شوي وو.

څو سوه کسان د نیویارک په یونیون میدان کې را ټول شوي وو او په واشنګتن کې هم خلک لاریون لپاره را غونډ شوي وو.

همدارنګه د بوستون او مینیا په سرګونو هم د خلکو د راغونډېدو رپوټونه خپاره شوي وو.

د امریکا په بېلا بېلو ښارونو کې د فریډي ګری د مرګ په تړاو، چې د نیولو په وخت کې د ناڅرګندو شرایطو په ترڅ کې ووژل شو لاریونونه روان دي.

له تېر دوبي راهیسې چې تور پوستی مایکل براون چې د یوه پوليس چارواکي له خوا د میزوري ایالت په فرګوس ښار کې ووژل شو د پولیسو تند غبرګون په اړه په ځانګړي ډول د تورپوستو پر وړاندې تاوده بحثونه روان دي.

د امریکا د عدلې وزارت د فریډي ګرې د مرګ په اړه چې د نیولو په وخت کې د ستون فقرات او نخاع په برخه کې د ټپونو له کبله ووژل شو څېړنې پیل کړې دي.

د ښخولو مراسم یې د دوشنبې په ورځ ترسره شول او وروسته له هغه د بالتیمور په ښار کې د پراخو لاریونونو او تاوتریخوالي په ترڅ کې اور لګېدنې او غلاوې شوې دي.

د ګرې د ټپي کېدو څرنګوالی نه دی معلوم د عدلي څېړنو نه سربیره د بالتیمور پولیس هم په دې اړه څېړنې کوي.

ورته مطالب