"د نیپال زلزلې مرکز ته نژدې سیمې بېخي ویجاړې شوې دي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نیپال پر دولت هم نیوکه کېږي چې د مرستو په رسولو کې پاتې راغلی دی.

په سیمې کې د سره صلیب خیریه کارکوونکي وايي د نیپال د زلزلې مرکز ته نژدې ښارګوټي او کلي "تقریباً بېخي ویجاړ شوي دي".

د ارزونې ډلې وايي له پېښې ژوندي پاتې خلک په ډېر خوار وضعیت کې دي.

نیپالي چارواکي وایي په دغې زلزلې کې څه باندې ۶۲۰۰ کسان مړه او نژدې ۱۴۰۰۰ ټپیان شوي دي.

خو د زرګونو نورو کسانو برخلیک چې په لرې پرتو سیمو کې ول ناڅرګند پاتې دی او دولت هم د مړو د شمېر د ډېرېدو خبرداری ورکوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نیپال د کورنیو چارو وزارت وايي ۲۰ څرخې الوتکې د سندوپالچاک سیمې ته مرستې رسولې دي.

سره له دې چې نړېوالې مرستندویه او نیپالۍ ډلې په پلازمېنې کتماندو او شاوخوا سیمو کې د مرستو په رسولو بوختې دي، د ځمک- ښوېدنې او خرابې هوا د لرې پرتو سیمو نښلوونکي سړکونه او لیکې شلولي او هر ډول مرسته ننګوي.

یوه لاره چې د مرستو رسول د څرخي الوتکو په مټ دی هم د الوتکو د کمۍ له امله ټکنۍ شوې.

د پنجشنبه په ورځ یو پنځلس کلن هلک او یوه مېرمن وروسته له پنځو ورځو د خاورو له لاندې راواېستل شول چې ډېرو خلکو ته یې د دې تمه پیدا کړه چې کېدای شي ځینې نور کسان هم ژوندي پاتې وي.

ورته مطالب