فعالان: حلب کې د امریکا په مشرۍ بمبارۍ تر ۵۰ ډېر ولسي وګړي وژلي

د انځور حقوق reuters
Image caption د سوري حکومت او مخالفو ګوندونو سرچینو ویلي، د لاذقیه شمالي برخه کې سخته جګړه شوې، ایتلاف هلته بمبار کړی، چې درنه ځاني او مالي مرګ ژوبله یې اړولې ده.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د امریکا په مشرۍ ایتلاف د سوریې حلب پر یوه کلي بمبار کړی، چې د دوو ماشومانو په ګډون تر ۵۰ ډېر ولسي وګړي پکې وژل شوي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

سرچینه وايي، په وژل شویو کې دوه ماشومان هم دي، خو لسګونه نور کسان پکې ټپیان شوي هم دي.

د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې ځینې عربي او لوېدیځ هېوادونه ګډون لري، چې له تېر سپتمبر میاشتې راهیسې هره ورځ په سوریه کې د "اسلامي دولت" په څېر د وسله والو ډلو پرضد بمبارۍ کوي.

دغه ایتلاف په عراق کې هم د دغې ډلې پر اهدافو بریدونه کوي.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان مشر رامي عبدالرحمن وايي، ښکاري چې برید په غلطه د حلب ولایت فرات سیند په ختیځه برخه کې شوی او ولسي وګړي پکې په نښه شوي دي، خو د "جهادیانو" مرکزونه نه دي پکې په نښه شوي.

عبدالرحمن ددغه برید په غندلو سره ویلي، په ګڼو کورنیو کې عام وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې په سوریه کې له ځینو سرچینو خپل معلومات راغونډوي، په تېر اپریل کې ویلي وو، د امریکا په مشرۍ ایتلاف له تېر سپتمبر راهیسې سوریه کې لږترلږه ۶۶ ولسي وګړي وژلي دي.

ویل کېږي، په دغو بریدونو کې د "اسلامي دولت" ډلې نژدې ۲۰۰۰ وسله وال وژل شوي دي.

وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو ویلي وو، د ایتلاف په بمباریو کې د ټولو ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه په غور څاري، او په هر حالت کې د څېړنې یو منظم پلان لري.

لاذقیه

بل خوا، د سوري حکومت او مخالفو ګوندونو سرچینو ویلي، د لاذقیه شمالي برخه کې سخته جګړه شوې، ایتلاف هلته بمبار کړی، چې درانه ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

په جسر الشغور ښار د نصرت جبهې او د سوري نظام د جنګیالیو ترمنځ د نښتې پرمهال هم ګڼ بریدونه شوي دي.

ورته مطالب