هرمز تنګي کې امریکايي بېړۍ له نورو بېړیو سره ملتیا کوي

د انځور حقوق BBC World Service

د امریکا پوځي چارواکو ویلي، یوه سمندري بېړۍ به یې د نورو هېوادونو له سوداګریزو بېړیو سره یوځای سفر وکړي، خو له هرمز تنګي د تېرېدو پرمهال به د ایران له خوا د برید له وېرې پر دغې بېړۍ د امریکا بیرغ نه وي.

د امریکا د مرکزي قوماندې ویاند ډګروال پاتریک رایډر ویلي "زموږ اوسنی پلان له امریکايي بیرغ لېږدوونکو بېړیو سره زموږ د بېړۍ د تګ لپاره یو شان دی، خو له ځینو نورو هېوادونو سره خبرې روانې دي چې ددوی بېړۍ هم ملګرې شي".

د ایران سمندري بېړیو د تېرې جمعې په ورځ د امریکا یوه سوداګریزه بېړۍ راایساره کړه.

هرمز تنګی په عرب سمندر کې پروت دی، چې یوه برخه یې د ایران په اوبو کې هم ده.

په دې تنګي کې نړیوالو سمندري بېړیو ته اجازه ورکول کېږي، خو په وسلو بار بېړیو ته اجازه نه شته، یا هغه بېړۍ چې معلومات راغونډي.