د ''بوکو حرام'' له منګولو تر ۲۰۰ ډېرې مېرمنې او ماشومان خوشي شوي

د انځور حقوق epa

د نایجریا پوڅ وايي، د سخت دریځې ډلې بوکو حرام له بند څخه یې ۲۳۴ مېرمنې او ماشومان خوشي کړي دي.

تېره اونۍ هم پوځ شاوخوا ۳۰۰ مېرمنې او ماشومان د دغې ډ‌لې له منګولو خلاصي کړي وو، خو په هغو کې له چیبوک ښوونځي څخه تښتول شوې نجونې نه وې.

پوځي چارواکو پر ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، تېره اونۍ د شمال ختیځې سیمې سمباسیا په ځنګلونو کې د سخت دریځو پر وړاندې عملیات وشول، چې په دې ترڅ کې یې یو شمېر کسان خوشي شول، خو دا نه ده څرګنده چې د تېر کال اپریل میاشت کې د چیبوک له ښوونځي نه ۲۰۰ تښتول شوې نجونې په کې شته او که نه.

دغو چارواکو په خپل ټویټر پاڼو لیکلي، د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ ۲۳۴ تښتول شوي کسان د کوريي او اورکنډونګا له سیمو په خوندي ډول د بوکو حرام له منګولو خوشي شوي.

پوځي چارواکي وايي، د خوشي شویو کسانو د پېژندنې لپاره له دوی پوښتنې او څېړنې روانې دي.

له دې نه مخکې د نایجریا پوځ ادعا کړې وه، چې دوی د سمباسیا په ځنګلونو کې د سخت دریځو ۱۳ کمپونه له منځه وړي دي.

د انځور حقوق AP

په ۲۰۱۲ کال کې د بوکو حرام ډلې د رامنځ ته کېدو سره له ۱۵ زرو نه ډېر کسان وژل شوي دي او د سخت دریځۍ دغه لړۍ اوس ګاونډيو هېوادونو نیجر، چاد او کیمیرون ته هم غځېدلې ده.

تېر کال د اکتوبر میاشت کې د اوربند او د چیبوک ښوونځي د تښتول شویو نجونو د خوشي کولو په تړاو د حکومت له خوا وړاندې شوې معاهده د بوکو حرام ډلې رد کړه.

د چیبوک له ښونځي د تښتول شویو نجونو پر سر نړیوال غبرګونونه راپورته شول.

ورته مطالب