قاتلان زیږي که جوړېږي؟

د انځور حقوق BBC World Service

جنایت کاران او قاتلان ولې خلک وژني؟ ددې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره مایکل موسلي یولړ څېړنو ته کتنه کړې.

په ۱۸۷۰ کلونوکې ایټالوي ډاکټر سیزار لمبروسو، چې کله کله د علمي کریمینالوژۍ پلار هم بلل کېږي، د تورین په ښار کې د بندي شویو جنایتکارانو په هکله په څېړنې بوخت و.

هغه باور درلود چې د انسان د تدریجي تکاملي ودې په بهیر کې، جنایت کاران وروسته پاتې شوي موجودات دي چې د بشپړ انسانیت کچې ته نه دي رسېدلي. له کلونو کلونو څېړنو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی و چې جنایتکاران معمولاً د هغوی د مخ له څېرې نه پېژندل کېدای شي او د بیزوګانو په شان اوږده مړوندونه لري.

ډاکټر لمبروسو لیکي چې: ''د جنایتکارانوغوږونه معمولاً لوی وي. د غلو پزه معمولاً پلنه وي. د قاتلانو پزه معمولاً د ښکاري مرغانو د مښوکې په شان چنګه وي ''.

خو، وروسته ثابته شوه چې د جنایتکارانو پېژندل دومره آسانه کار نه دی لکه چې ډاکټر لمبروسو فکر کاوه، او د هغه په اصطلاح ''علمي موندنې '' چې په حقیقت کې علمي نه وې ،ډېر ژر بې اعتباره شوې.

خو، دا د یولړ هغو پلټنو پیل و چې له یوې پېړۍ نه زیات وخت يې دوام وموند او هدف يې ددې پوښتنې ځواب موندل و چې آیا د جنایتکارانو او په تېره بیا د قاتلانو ماغزه د نورو خلکو نه توپیر لري که نه؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هغه ککرۍ چې ډاکټر لمبروسو ورباندې څېړنې کولې

په ۱۹۸۰ کلونو کې داسې ځانګړي ماشینونه جوړ شول چې په مرسته يې د انسان د ماغزو فعالیتونه اندازه کېدای شي. له دې امله ډاکټران پوهېدای شي چې د انسان په ماغزو کې څه تېرېږي.

د لومړي ځل لپاره یو بریتانیايي ساینسپوه، پروفیسر آدرین رین، په کالیفورنیا کې ددغو ماشینونو په مرسته د قاتلانو د ماغزو عکسونه واخیستل او پلټنې يې وکړې. هغه وايي کالیفورنیا ته ددې لپاره نه و تللی چې ښکلې سمندرغاړې يې وګوري، بلکې غوښتل يې چې د یو زیات شمېر بېرحمه قاتلانو په اړه علمي څېړنې وکړي.

د ډیرو کلونو په ترڅ کې ډاکټر آدرین او ملګرو يې د یو زیات شمېر قاتلانو د ماغزو عکسونه واخیستل او د ټولو په ماغزو کې يې یو بل ته ورته بدلونونه وموندل. د ماغزو په مخکینۍ برخې (pre-frontal cortex ) کې يې چې احساسات کنترولوي، د فعالیت کمښت ولیده، پداسې حال کې چې د ماغزو په شاتنۍ برخې (amygdala) کې يې چې احساسات تولیدوي، د فعالیت زیاتوالی ومونده.

له دغوڅېړنو څرګنده شوه چې د قاتلانو ماغزه داسې جوړ شوي چې ژر په قهر او غوسه کېږي، او په عین وخت کې نشي کولای چې خپل احساسات اوغوسه په کافي اندازه کنترول کړي.

خو، پوښتنه دا ده چې ولې داسې ده؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption امیګډالا د ماغزو هغه برخه ده چې احساسات تولیدوي

د پروفیسر آدرین رین څېړنې ښيي چې د قاتل کېدو یوعلت ښايي د ماشومتوب په وخت کې ځورېدل وي. د ماشومتوب په وخت کې ځورېدل د ماغزو د فزیکي زیان سبب کېږي. د ماغزو هغه برخه چې pre-frontal cortex نومېږي په خاصه توګه زیان منونکې ده.

یو جنایتکاره بندي چې پروفیسرآدرین رین يې د ماغزو عکسونه اخیستي و، ډونټاپیج نومېده، چې د یوه کور د غلا کولو په وخت کې يې یوه ۲۴کلنه ښځه وژلې وه. د ماشومتوب په وخت کې د ډونټاپیج مور په مکرره توګه هغه ډېر ښورولی و، او وروسته به يې د برقي سیمونو او بوټانو په وسیله او هرڅه چې به يې په لاس ورتله، پر سر واهه. دا داسې وهل نه وچې په څو میاشتو یا کال کې به یوځلي کېدل، بلکې هغه خوار به يې هره ورځ واهه او ډباوه.

پروفیسر رین وايي: ''د ماشومتوب په وخت کې فزیکي ځورېدل یا وهل، ښايي د نورو عواملو ترڅنګ ، د ماغزو د زیانمن کېدو سبب شوي وي، چې له امله يې دغه سړی په یو قاتل باندې بدل شوی. ''

خو، څېړنو دا هم وموندله چې یوازې یو لږ شمېر کسان چې د ماشومتوب په وخت کې ځورېدلي، قاتلان شوي دي. له دې امله بله پوښتنه پیدا کېږي چې آیا ددې ترڅنګ به نور کوم عوامل موجود وي چې یو انسان په قاتل بدلوي؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډونټاپیج د ماشومتوب په وخت کې په فزیکي توګه ځورول شوی و

په ۱۹۹۳ کې په دغو ساینسي څېړنو کې یو نوی پرمختګ وشو. په هالینډ کې د یوې کورنۍ ټولو نارینه غړو د تاوتریخوالي تاریخچه درلوده. یولړ څېړنو چې ۱۵ کاله يې دوام وکړ وموندله چې د دغو ټولو کسانو په بدن کې یو ځانګړی جین نه و موجود.

دا هغه جین و چې دMAOA په نامه د یو اینزایم د تولیدولو مسول دی، چې د احساساتو د کنترول لپاره د عصبي حکمونو لېږدونکو ( neurotransmitters) کچه تنظیموي. هغه کسان چې دغه جین ونلري یا د هغې کمزوری ډول جین ولري، تاوتریخوالي ته میلان لري. دغه جین د ''جګړه مار جین'' په نامه هم یادېږي.

تقریباً ۳۰٪ نارینه کسان دغه جګړه مار جین لري، خو دا چې دا جین څه ډول پایلې درلودای شي پدې پورې تړلي دي چې د ماشومتوب په وخت کې دغه سړي ته څه پېښ شوي دي.

د کالیفورنیا پوهنتون کې د روحي ناروغیو د څانګې پروفیسر ''جیم فالن '' د خپلې کورنۍ په اړه څېړنو په ترڅ کې موندلې چې د کورنۍ په تاریخ کې يې یو زیات شمېر قاتلان موجود و. هغه د خپل بدن د جینونو په اړه هم پلټنې کړې او موندلې يې دي چې دده په بدن کې ډېر داسې جینونه شته چې له تاوتریخوالي نه ډکې بېرحمانه رويې سره تړاو لري.

هغه وايي: ''هغه کسان چې زما په پرتله حتی لږ خطرناکه جینونه لري په بېرحمه قاتلانو بدل شوي. زه تقریباً ټول هغه جینونه لرم ''.

خو، جیم فالن کوم قاتل نه دی- هغه د درناوي وړ یو پروفیسر دی.

نو، څه شی به د هغه د ژغورلو سبب شوی وي؟

پروفیسر جیم فالن وايي د خوشحالۍ ډک ماشومتوب، له تاوتریخوالي څخه دده د ژغورلو سبب شوی دی. ''که تاسو یو خطرناکه ډول جین ولرئ او د ماشومتوب په وخت کې ځورول شوي یاست، ډېر امکان لري چې وروسته په یو جنایتکار باندې بدل شئ. که خطرناکه جین ولرئ او د ماشومتوب په وخت کې نه یاست ځورول شوي، نو ستاسو لپاره کوم خطر نشته. دا په دې معنا ده چې یوازې یو جین په خپله ستاسو پر رويې باندې کوم لوی اغېز نشي کولای، خو که ټاکلي چاپېریالي شرایط موجود وي په دې کې لوی توپیر رامنځ ته کېږي”.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پروفیسر جیم فالن داسې جینونه لري چې د تاوتریخوالي سره تړاو لري خو په ده کې کوم تاوتریخوالی نشته

نو، داسې ښکاري چې که د تاوتریخوالي پر لور جنیتیکي میلان د یو ځورېدلي ماشومتوب سره یوځای شي، یو قاتل ترې جوړېږي- قاتلان هم زېږي اوهم جوړېږي.

اوس موږ د هغو ټولنیزو او بیالوژیکي عواملو ترمنځ د پېچلو تعاملاتو په اړه چې خلک د تاوتریخوالي پر لور بیايي، پرمختللې پوهه لرو. خو، له دې پوهې سره څه کولای شو؟

اوس څېړونکي د داسې لارو چارو په موندلو باندې بوخت دي چې له تاوتریخوالي نه ډکه رویه کمه کړي. داسې ښه شواهد شته چې وايي که کورنیو ته د ماشومانو د ښې روزنې په برخه کې د اړتیا وړ لارښوونې وشي، هغوی به وکولای شي خپل احساسات په ښه ډول کنترول کړي.

اوس چې د وژونکې رويې د عواملو په اړه معلومات شته، کولای شو چې د خطر له پېښېدو نه وړاندې نښې پیدا کړو او په موقع يې چاره وکړو.