"بوکو حرام" برمته کړې ښځې تر مرګه په تیږو وویشتلې

د انځور حقوق Reuters
Image caption ماشومان او ښځې له بسونو کې ایله څو ورځې د لیرې سامبیسا ځنګل ته رسول شوې دي

د "بوکو حرام" اورپکې ډلې له منګولو خوشې شویو ښځو ویلي، پر دوی یې په بند کې سور اور بل کړی و، چې آن ځینې مېرمنې تر مرګه په ډبرو وویشتل شوې.

د نایجریا پوځ د تېرې پنجشنبې په ورځ ددغو ښځو د ژغورلو عملیات پیل کړل.

خوشې شویو ښځو ویلي، د "بوکو حرام" جنګیالیو به هغه مهال پر دوی تیږې ویشتلې، چې د نایجریا پوځ به د "بوکو حرام" جنګیالیو ته ورنژدې شو.

چارواکو نژدې ۳۰۰ ښځې او ماشومان له لیرې سامبیسا ځنګلونو څخه وژغورل، چې هلته د "بوکو حرام" ډلې پوځي روزنځایونه دي.

د نایجریا پوځ وايي په تېره یوه اونۍ کې یې ددغې ډلې پرضد د عملیاتو په درشل کې تر ۷۰۰ ډېر کسان ژغورلي دي.

خوشې شویو ښځو ویلي، ځینې ښځې د سنګسار پرمهال مړې شوې، خو دوی ته د وژل شویو ښځو دقیق شمېر معلوم نه دی.

د انځور حقوق Reuters

ژغورل شویو ښځو دا هم ویلي، چې د "بوکو حرام" جنګیالیو په لومړي سر کې د زلمیانو په ګډون تښتول شوي نارینه د هغوی د کورنیو په مخ کې اعدام کړل، بیا یې ماشومان او ښځې یوې ځنګلي سیمې ته بوتلل، او ځينې ښځې یې جبري ودونو ته اړ کړې.

دغه ښځې وايي، وسله والو به دوی نه پرېښودې، چې له سترګو یې آلونیه شي، آن تشنابونو او د حاجت رفع کولو پرمهال به یې هم له نژدې څارلې.

د سیسلیا آبل په نامه یوې خوشې شوې ښځې ویلي څرنګه به یې په ورځ کې دوی ته ډوډۍ ورکوله "موږ به یوازې غرمه مهال وچ جوار خوړل، خو د انسان د خوراک لپاره نه وو".

د انځور حقوق EPA
Image caption ځینو ښځو ویلي، بوکو حرام جنګیالیو لومړی نارینه او زلمیان د هغوی د کورنیو په مخ کې ووژل او بیا یې ماشومان او ښځې ځنګل ته یووړل

دا وايي، ناوړه خوړو ګڼ برمته شوي په خوارځواکۍ اخته کړل، او آن د ځینو د مرګ لامل هم شول.

د اومارو په نامه یوه بله ۲۴ کلنه ښځه، چې دوه بچیان هم لري، وايي "موږ به هره ورځ د خپلې یوې ملګرې د مرګ شاهدانې وو، او د خپل مرګ شېبې به مو شمېرلې".

ښکاري چې په خوشې شویو ښځو کې د چیبوک په نامه سیمې له ۳۰۰ تښتول شویو نجونو یوه یې هم نه شته. دغه نجونې له یوه کال راهیسې تښتول شوې، چې په نړیواله کچه یې د ژغورلو لپاره کمپاینونه وشول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بوکو حرام له منګولو راخوشې شوې ښځې
د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب