''د حلب له وګړو سره بېرحمانه عمل شوی''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بښنې نړیوال سازمان وايي، حلب کې د سوري ځواکونو له لوري پر ښوونځیو بیرلي چاودېدونکي بمونه راغورځول شوي

د بښنې نړیوال سازمان پخپل نوي راپور کې ویلي، سوري ځواکونه کابو هره ورځ په حلب ښار کې ''جنګي جرمونه'' کوي.

راپور وايي، د سوري نظام ځواکونه پر هغو سیمو بمبارۍ کوي، چې د مخالفو وسله والو تر ولکې لاندې دي.

دغه سازمان خپل راپور د سوري هوايي ځواک د الوتکو له لوري پر روغتونونو، ښوونځیو او جوماتونو د بیرلي چاودېدونکو بمونو راغورځولو په تړاو د خلکو پر څرګندونو چمتو کړی دی.

یاد سازمان دا هم وايي، تېر کال بیرلي بمونو په حلب ښار کې تر درو زرو ډېر کسان وژلي دي، او ولسي وګړي یې تر ځمکې لاندې پټنځایونو کې اجباري پاتې کېدو ته اړایستلي دي.

''دوزخي توپونه''

د بښنې نړیوال سازمان په تازه راپور کې راغلي ''ځینې هغه جرمونه چې د سوري ځواکونو له خوا ترسره شوي، د بشرضد جرمونو تر کچې رسېږي''.

په راپور کې راغلي، مخالفو وسله والو هم په ګډوډو بریدونو کې ''جنګي جرمونه'' کړي، د ''دوزخي توپونه'' په نامه په کورونو کې جوړ شوي توغندي یې توغولي، چې یو ډول ګاز لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په راپور کې پر نړیوالې ټولنې هم نیوکه شوې چې د سوري ولسي وګړو په ساتنه کې پاتې راغلې

راپور وايي، په تېر ۲۰۱۴ کال کې مخالفو وسله والو د حلب لوېدیځې برخې هم په ځینو بریدونو کې په نښه کړې دي، چې د ۶۰۰ کسانو د وژل کېدو لامل شوي دي.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد په وار -وار د خپلو ځواکونو له لوري د چاودېدونکو بیرلي بمونو له کارولو انکار کړی، خو ځینو حقوقي ټولنو ویلي، سوري ځواکونو دا ډول بمونه کارولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، د بیرلي بمونو کارولو په پراخه کچه په ولسي وګړو کې وېره خپره کړې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سوریې کورنۍ جګړه کې تر ۲۲۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي

بل خوا، د ''بې پولې ډاکټرانو'' ټولنې د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، په حلب کې ددوی یو اړوند روغتون خپلو چارو درولو ته اړ شوی، چې په وینا یې دغه روغتون د سوریې د څلور زره وګړو لپاره خدمت کاوه.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې ددواړو غاړو له لوري د ځورونې، په زور نیونې او تښتونې خبرونه هم خپاره شوي دي.

په راپور کې پر نړیوالې ټولنې هم نیوکه شوې، چې ګني په سوریه کې یې د ولسي وګړو پرضد د بشر ضد کړنو په تړاو د واکمنو او چارواکو لاسونه نه دي ورلنډ کړي، دوی د جرمونو نړیوالې محکمې ته په سوریه کې د بشرضد کړنو د عاملینو د سپارلو غوښتنه هم کړې ده.

د انځور حقوق GETTY
د انځور حقوق AP

ورته مطالب