''داعش'' د ټکساس پر کنفرانس د برید پړه ومنله

د انځور حقوق EPA
Image caption تر برید وروسته، د امریکا د فدرالي تحقیقاتو دفتر (اېف بي آی) وویل، د یوه وسله وال نوم التون سیمپسن و، چې وړاندې هم د ''ترهګرۍ'' په تړاو پېښو کې تحقیقات ترې شوي دي.

''اسلامي دولت'' (داعش) ډلې د امریکا ټکساس ایالت په دالاس کې پر هغه کنفرانس د برید پړه ومنله، چې د اسلام د پیغمبر کارتونونه نندارې ته پکې اېښودل شوي وو.

دغې ډلې ویلي، ''د خلافت دوو پوځیانو'' په یاد ښار کې د کنفرانس پر مرکز برید وکړ.

د ''داعش اړوندې ''البیان رادیو'' ویلي، په دې کنفرانس کې ''د پیغمبر محمد (ص) منفي انځورونه وړاندې شوي وو''.

دواړه برید کوونکي د پولیسو په ډزو ووژل شول.

تر برید وروسته، د امریکا د فدرالي تحقیقاتو دفتر (اېف بي آی) وویل، د یوه وسله وال نوم التون سیمپسن و، چې وړاندې هم د ''ترهګرۍ'' په تړاو پېښو کې تحقیقات ترې شوي دي.

خبریالان وايي، دا لومړی ځل دی، چې ''اسلامي دولت'' په امریکا کې د برید پړه مني.

د ''داعش'' له لوري په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي: ''موږ امریکاانو ته وایو چې هغه څه چې در روان دي ډېر به لوی او خوړونکي وي، او تاسو به د اسلامي دولت جنګیالي وګورئ چې خطرناک اعمال ترسره کړي''.

د محکمې اسناد ښيي، چې یو وژل شوی برید کوونکی د ترهګرۍ پېښو کې مشکوک سړی دی.

Image caption الټون سیمپسن وړاندې سومالیا ته د اسلامپالو په لیکو کې د جنګېدو په اړه غږېدلی

الیټون سیمپسن له ۲۰۰۶ کال راهیسې له څارنې لاندې و او په ۲۰۱۰ کال سومالیا ته د خپل سفر په اړه په دروغو تورن شوی و.

د تېرې دوشنبې په ورځ اېف بي آی په فونیس او وایټ وان کې د سېمپسن او یوه بل مشکوک کورونه وپلټل.

ورته مطالب