د بریتانیا ټاکنې، نا معلوم سیاسي حالت

د انځور حقوق BBC World Service

د بریتانیا په وخت د پنجشنبې د ماښام په ۹ بجو عمومي ټاکنې پاې ته رسېږي او د رایو اچولو مرکزونه بندېږي.

د ټاکنو نتیجې به وښیې چې د کوم ګوند مشر به د هېواد د لومړي وزیر دفتر ته ننوځي او د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره به د حکومت چارې پرمخ بوځي.

تراوسه پورې همدغسې وه، خو داځلي حالات پېچلي دي او ډېر شیان ندي معلوم چې آیا د ټاکنو ګټونکی به لومړی وزیر کېږي که څنګه؟

تراوسه پورې د بریتانیا ټاکنې پدې ډول ترسره کېدې. رایو ورکوونکو به د خپلې خوښې ګوند نوماند ته راېې ورکولې او هیله به یې کوله چې د سترو ګوندونو څخه به یو، محافظه کار یا کارګر ګوند، بشپړ اکثریت ګټي، او د دې ګوند مشر به لومړی وزیر کېږي.

د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې زیاتره وخت حالات همدغسې وو.

د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې، وضعه په حیرانوونکي ډول بدله شوه.

په ۲۰۱۰ کې محافظه کار ګوند د ولسي جرګې زیاتره څوکۍ وګټلې خو بشپړ اکثریت یا ۳۲۳ څوکۍ ېې ترلاسه نه کړې.

د انځور حقوق PA

(د بریتانیا د پارلمان د عوامو مجلس، ولسي جرګه، د هېواد د ۶۵۰ انتخابي حوزو لپاره، ۶۵۰ څوکۍ لري. له دې جملې څخه اوس ۵ څوکۍ د آیرلینډ د شین فین ګوند په لاس کې دي خو دغه ګوند تل د اعتراض په توګه په ولسي جرګې کې ګډون ندی کړی. پاتې څوکۍ ۶۴۵ دي چې لدې امله ګټونکی ګوند د بشپړ اکثریت ترلاسه کولولپاره ۳۲۳ څوکیو ته اړتیا لري)

په ډېرو اروپايي هېوادو کې ایتلافي حکومت کوم غیرعادي شی ندی.

بریتانیا کې ډېر مروج نه ؤ، خو پدې وروستیو کې ورته اړتیا پیدا شوې.

ډغه بدلون هم سیاستوال او هم رایه ورکوونکي نارامه کړي. ایتلافي حکومتونه د اړتیا له مخې رامنځته کېږي، او مجبوره وي چې د خپلو تګلارو په اړه معاملې وکړي چې وکولای شي په ولسي جرګې کې د قوانینو د تصویب لپاره کافي راېې ترلاسه کړي.

په تېرو ټاکنو کې د بریتانیا محافظه کار او لېبرال دموکرات ګوندونو یو ایتلافي حکومت جوړکړ او لېبرال دموکرات ګوند مجبوره شو د پوهنتونونو د فیس د له منځه وړلو په اړه د خپلې ژمنې څخه تېرشي چې لدې امله ورباندې تور ولګېد چې د څوکۍ لپاره ېې له فرصت طلبۍ نه کاراخیستی او خپلې ژمنې ېې هېرې کړې دي.

نوي لوبغاړي

اوسنۍ ټاکنې له پخوانیو سره توپیر لري او نتیجه ېې له وړاندې نشي اټکل کیداې، ځکه چې یو شمېر سیاسي ګوندونه چې په تېر وخت کې ېې د ټول هېواد په کچه مهم رول نه درلود اوس راپورته شویدي او کېدای شي مهم رول ولوبوي.

یو نوی مهم عامل هم په سکاټلینډ کې د ملت پالنې یا نشنالیزم را پورته کېدل دي.

سکاټلینډ اوس د بریتانیا یوه برخه ده خو حکومت ته ېې ځینې سیمه ییز واکونه ورسپارل شویدي. خپل پارلمان لري. د سکاټلینډ د ملي ګوند په نامه یو ګوند هم لري چې د سکاټلینډ لپاره بشپړه خپلواکي غواړي.

د انځور حقوق Getty Images

د تېرکال راهیسې د دې ګوند پلویان ډېر شویدي، که څه هم د سکاټلینډ د خپلواکۍ رېفراندوم یا ټولپوښتنه ېې ونشواې ګټلاې.

د بریتانیا لوی ګوندونه د سکاټلینډ د جلاکیدو او خپلواکۍ پر خلاف مبارزه کوي خو نده معلومه چې ترکومه وخته به ېې مخنیوی وکولاې شي.

نظرسنجۍ او سروې ګانې ښیې چې کېدای شي د سکاټلینډ ملي ګوند د بریتانیا په ولسي جرګې کې د سکاټلینډ د ۵۹ څوکیو څخه لږ تر لږه ۴۹ ترلاسه کړي.

دا به پدې معنا وي چې دا ګوند به په ولسي جرګې کې په یو ستر ځواک باندې بدل شي چې د واک انډول به ېې په لاس کې وي.

د سکاټلینډ ملي ګوند په عمومي ډول یو کیڼ اړخی ګوند دی. پدې معنا چې کېدای شي د کارګر ګوند سره یو ډول اتحاد جوړ کړي او د هغه مشر ایډ میلیبینډ لومړی وزیرشي، حتی که کارګر ګوند په خپله هم کافي څوکۍ ونه ګټي.

د دې ترڅنګ، د سیاست په ښی اړخ کې د بریتانیا د خپلواکۍ ګوند، یوکیپ، دی چې د اروپايي اتحادېې څخه د بریتانیا د وتلو لپاره مبارزه کوي او غواړي چې هېواد ته د مهاجرینو د راتلو مخه ونیسي.

یوبل ګوند، د وېلز د سیمې ملت پاله کیڼ اړخی ګوند ،پلایډ کیمیري دی. بل کیڼ اړخی ګوند، زرغون ګوند دی چې اوس په ولسي جرګې کې یوازي یوه څوکۍ لري.

نده روښانه چې دا ګوندونه به خپل څومره نوماندان ولسي جرګې ته ولیږلای شي. له همدې امله ده چې د ټاکنو د نتیجو او پایلو په اړه یو نامعلوم حالت رامنځته شوی.

کارګر او محافظه کار ګوندونه، یواځیني ګوندونه دي چې امکان لري د یو لوی ګوند په توګه د لومړي وزیر د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره کافي څوکۍ وګټي. خو سروې ګانې ښيي چې ښايي یو ګوند هم بشپړ اکثریت ترلاسه نه کړي.

سیاسي معاملې

که کارګرګوند په دویم دریځ کې شي، کېدای شي د سکاټلینډ د ملي ګوند نه مرسته وغواړي، چې دواړه به په ولسي جرګې کې د قوانینو د تصویب لپاره په ګډه رایه ورکوي. له دې امله ښايي د دوی ترمنځ یوه معامله وشي خو د ځینو مسلو په اړه د دوی ترمنځ جدي اختلافونه شته دي، د بېلګې په توګه د سکاټلینډ ملي ګوند غواړي چې د بریتانیا د اتومي اوبتلو سیستم چې د تراډینټ په نامه یادېږي، له منځه یوړل شي.

که د کارګر ګوند مشر، ایډ میلیبینډ، د خپل سیال ګوند مشر، ډیویډ کامرون په پرتله زیاتې څوکۍ ونه ګټي او وغواړي چې لومړی وزیرشي، کېدای شي ډیویډ کامرون ووايی چې د ښاغلي ملیبینډ حکومت مشروعیت نلري.

یوه مهمه آزموینه دا ده چې حکومت باید وکولای شي خپل پروګرام په ولسي جرګې کې تصویب او د ملکې په وینا کې شامل کړي.

د انځور حقوق BBC World Service

د مشروعیت یوازینۍ آزموینه به دا وي چې آیا کوم ګوند کولای شي داسې حکومت جوړکړي چې په ولسي جرګې کې د خپل پروګرام او وړاندیز شویو قوانینو د تصویب لپاره کافي راېې ولري.

په تیوري کې کارګر ګوند کولای شي د وړو ګوندونو په مرسته حکومت جوړکړي،که څه هم په ټاکنو کې ېې له سیال ګوند نه زیاتې څوکۍ نه وي ګټلي.

یا، کېدای شي محافظه کار ګوند تر هر بل ګوند ډېرې څوکۍ وګټي، او د وړو ګوندونو په مرسته حکومت جوړکړي، لکه چې په ۲۰۱۰ کال ېې وکړل.

دا هغه نوی واقعیت دی چې بریتانیا ورسره مخامخه ده. داسې ښکاري چې کېدای شي له ټاکنو وروسته به د څو ورځو لپاره د سیاستوالو ترمنځ مذاکرې او خبرې اترې روانې وي.

کېدای شي حکومتي کارونه له ځنډ سره مخ شي، او د سیاسي نامعلومه حالت له امله د سوداګرۍ د ونډو حساس بازار هم اغېزمن شي او هغو کسانو ته به یو دلیل په لاس ورشي چې د سیاسي بن بست ژرختمېدل غواړي.

خو داسې یو حالت زیات دوام نشي کولاې- د نوي پارلمان د کار د پیل لپاره د مئ د میاشتې ۱۸ نیټه ټاکل شویده او د رسمي لارښونو له مخې باید ترهغې پورې ټولې لانجې حل شي.

خو یوشی روښانه دی- هغه ورځې تیرې شویدي چې له ټاکنووروسته به بریتانویان سهار را ویښ شول او پوهیدل به چې څوک به لومړی وزیر کیږي.

ورته مطالب