بنیامین نتنیاهو ایتلافي حکومت جوړ کړ

د انځور حقوق Reuters

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دولت د جوړولو لپاره د قانون لخوا ټاکل شوي وخت په وروستیو شېبو کې وکولی شوی، چې ائتلافي دولت رامنځ ته کړي.

د دغې هوکړې خبر په پارلماني ټاکنو کې د لیکود ګوند له بریالیتوب نه ۷ اونۍ وروسته اعلان شو.

ښاغلی نتنیاهو د یهودانو ښي اړخی بنسټپال ګوند ملاتړ ته اړ و؛ ځکه ده باید د نصاب حد ۶۱ څوکۍ پوره کړې وای .

د اسرائیلو ولسمشر رووین ریولین اعلان وکړ، چې له ښاغلي نتنیاهو سره یې تلیفوني خبرې کړې او هغه ته مبارکي ویلې ده.

د اسرائیلو ولسمشر وویل، چې پارلمان به ډېر ژر د حکومت د تایید لپاره غونډه وکړي.

دا څلورم ځل دی چې بنیامین نتنیاهو د لومړي وزیر په توګه واک ته رسېږي.

د یهودانو ښي اړخی بنسټپال ګوند مشر نفتالي بنت په ایتلاف کې د خپلو ۸ استازو د ګډون په بدل کې د عدلې وزارت غوښتونکی شوی.

حاکم ګوند لیکود هوکړه کړې، چې د عدلې وزارت د یهودانو ښي اړخی بنسټپال ګوند مخکښ غړی ایلت شکد ته ور کړي.

د انځور حقوق EPA

د یهودانو ښي اړخی بنسټپال ګوند د فلسطین خپلواک هېواد له جوړښت سره سخت مخالف دی او مخکې یې په وار وار په دې ټېنګار کړی چې اسرائیل باید د اردن لویدیځ کې پراخې برخې تر واک لاندې خاورې سره یوځای کړي.

بنیامین مخکې له دې چې د یهودانو ښي اړخی بنسټپال ګوند سره هوکړه وکړي له سکولر کولانو، یو تي جې او شاس ګوندونو سره هوکړه کړې وه.

د کار پوهانو په وینا، د نتنیاهو ایتلافي دولت به څپ څپانه وي؛ ځکه د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو یوازې ۶۱ یې په واک کې لري.

ورته مطالب