د بریتانیا په ټاکنو کې نور ګټونکي هم شته

د انځور حقوق Reuters

د بریتانیا په ټاکنو کې د محافظه کار ګوند مشر ډېوېډ کمرون د دوهم ځل لپاره د لومړي وزیر په توګه بری وموند.

خو دا یوازې ښاغلی کمرون نه دی چې په ډې ټاکنو کې بریالی شوی. په ټاکنیز کمپاین کې یو شمېر نور شرکتونه او خلک هم دي چې ګټې یې کړي، او ځینو بیا تاوانونه پکې کړي دي.

قمارخانې

په بریتانیا کې شرط لګول او قماروهل یو لوی کار و بار دی. په ځانګړې توګه چې خبره د سپورټ شي نو خلک په سیالیو کې په لوبډلو باندې شرطونه ږدي. په ټاکنو کې هم خلک قمار وهي او اټکلونه کوي چې څوک به ټاکنې ګټي. هر څوک له خپلې وسې سره سم قمار وهي، څوک د ډېرو پیسو او څوک د لږو. خو په دې ځل کې د قمار شرکتونو تاوان کړی. ځکه چې ډېرو اټکل کاوه چې کارګر ګوند به ټاکنې وګټي، خو داسې ونه شول.

د انځور حقوق THINKSTOCK

د یوې وړاند وینې له مخې دغو کاروباریانو نژدې ۱۵۵ میلیونه ډالره بایللي دي.

سټراتیژستان

لویو ګوندونو ماهرین یا سټراتیژستان په کار ګومارلي ول چې سیاستوالو ته يې مشورې ورګولې چې څنګه رای ورکوونکي ځان ته را جلب کړي.

په دې کې یو د آسټرالیا سټراتیژست لینتن کروزبي دی چې محافظه کار ګوند ته یې لارښوونه کوله.

ویل کېږي چې ده ته یې د دې کار لپاره ۷۷۰،۰۰۰ ډالر ورکړي دي او د ده لارښوونې کار وکړ. محافظه کار ګوند ۲۳ زیاتې څوکۍ وګټلې.

د کارګر ګوند يډمېلېبند ته یوه بل کس ډېوېډ اېکسلاډ دې ته ورته مسئولیت درلود او ویل کېږي چې هغه ته هم په لکونو ډالره معاش ورکړل شوی دی.

د انځور حقوق THINKSTOCK

پوسته خانې

پوسته خانو هم د شپږو اونیو په ټاکنیز کمپاین کې ګټه کړې ده. سیاسي ګوندونو رایې ورکوونکو ته د پوستو له لارې خپل مواد او د رای پاڼې لېږلې.

د انځور حقوق THINKSTOCK

د یوه اټکل له مخې پوسته خانو ۴۴،۰۰۰ ‌‌ډالره په دې کار کې ګټلي دي.

ټرانسپورټ

نژدې د یوې نیمې میاشتې په ټاکنیز کمپاین کې، ټرانسپورټ هم ډېر مصروف ؤ. سیاستوالو لارۍ موټرې، اورګاډي او څرخي الوتکې کارولې.

د انځور حقوق THINKSTOCK

د سکاټلنډ د ملتپالې ډلې مشرې نیکولاس سټرجن د سکاټلند لېرې ټاپوانو ته د تګ لپاره په څرخي الوتکې کې سفرونه کړي او د یوه ساعت کرایه یې لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ شوي دي.

چای خانې

د چای خانو خاوندانو هم ډېره ګټه کړې ده. سیاستوالو او ملاتړو یې د ځان د تازه او ویښ ساتلو لپاره هره ورځ چایونه او کافیانې څښلې.

د انځور حقوق THINKSTOCK

د خوراک ځایونو حال هم تر دې کم نه وو ځکه چې د ګوندونو غړو ته آشپزانو خوراکونه تیارول او ورته به یې لېږل، او لا خبره دلته هم ختمه نه ده.

د انځور حقوق THINKSTOCK

بریالي ګوند د خپل بري جشن لا نن پیل کړ او د دې خوشحالۍ په لمانځلو کې به خپلو پلویانو ته خواړه او ځښاکونه برابروي.

ورته مطالب