"اېبولا ناروغي په لايبريا کې له منځه تللې"

د انځور حقوق EPA
Image caption د عامو وګړو د معلوماتو زياتولو لپاره ګڼ شمېر تدبيرونه نيول شوي

د روغتيا نړيوال سازمان وايي په لايبريا هېواد کې د اېبولا ناروغي له منځه تللې ده. دوی وايي په تېرو ۴۲ ورځو کې د اېبولا ناروغۍ کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

راپورونه ښيي اېبولا ناروغۍ يوازې په لايبريا کې له ۴۷۰۰ زيات کسان وژلي دي.

اېبولا تر اوسه بېخي له منځه نه ده تللې، د لايبريا ګاونډي هېوادونه ګانيا او سراليون تر اوسه د دې ناروغۍ په وړاندې مقابله کوي.

ويل کېږي د اېبولا له خپرېدا وروسته په سيمه دغه وايروس له ۱۱۰۰۰ زيات کسان وژلي دي.

د شنبې پر ورځ د روغتيا نړيوال سازمان په يوه خبرپاڼه کې ويلي "په لايبريا کې د اېبولا له کبله د مرګ وروستۍ پېښه د مارچ پر ۲۷ رامنځ ته شوې ده".

بي بي سي ته ولسمشرې سرليف وويل " موږ به خپلې ټولنې ولمانځو چې د دې نامعلوم دښمن پر وړاندې يې مقابله کړې او خپل مسووليت يې پرځای کړی دی" دې زياته کړه "لايبريا په رښتيا يو خوشاله هېواد دی"

ويل کېږي لومړی کس په ګيني هېواد کې په دغه ناروغۍ اخته شوی و چې بيا وروسته د ۲۰۱۳ کال ډسبمر کې مړ شو.

په لايبريا کې د اېبولا له منځه وړلو لپاره ګڼ شمېر تدبيرونه نيول شوي وو، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پاملرنې مرکزونه او د لاس مېنځلو ځايونه جوړ شوي وو چې د ناروغۍ په له منځه وړلو کې يې مهم رول لوبولی دی.

د انځور حقوق epa
Image caption به لايبريا کې د اېبولا پر وړاندې ګڼ شمېر تدبيرونه نيول شوی وو لکه د لاسونو مينځلو لپاره ځايونه

د عامو وګړو د معلوماتو زياتولو لپاره په ګڼ شمېر اعلانونه ځړول شوي وو لکه "اېبولا حقيقت دی".

ولس ته په وينا کې د لايبريا ولسمشرې وويل " تر اوسه هم چې څوک د امبولانس غږ واوري وارخطا کېږي".

د بې پولې ډاکترانو مرستندويه ټولنې په يوه خبرپاڼه کې ويلي "د نړيوال اېتلاف کمزورتيا يوه لويه غميزه رامنځ ته کړه".

دا مرستندويه ټولنه وايي د اېبولا په اړه لومړي خبرداري، نړيوال روغتيايي سازمان او ځايي حکومتونو له پامه غورځولي وو.

د ملګرو ملتونو د اېبولا څانګې مشر بي بي سي ته وويل لومړی د دې وايروس "په اړه زيات معلومات نه وو او موږ له خپلو تېروتنو عبرت اخلو"

ورته مطالب