له مراکش نه اسپانیا ته ماشوم په بکس کې لېږدول شوی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption "ال پاییس" اسپانوۍ ورځپاڼې ویلي، یاده ښځه د ماشوم هېڅ نه کېږي، بلکې د هغه پلار ښځې ته د دغه بکس د رسولو پیسې ورکړې دي.

اسپانوي پولیس وايي، یو اته کلن ماشوم له عاج ساحل نه اسپانیا ته د سفر په بکس کې قاچاق شوی دی.

د 'اباو' په نامه دغه ماشوم سبتې ښار ته د یوې ۱۹ کلنې ښځې د سفر په بکس کې رسول شوی. سبته مراکش ته څېرمه خو د اسپانیا اړوند سیمه ده.

د پولیسو ویاند فرانس پرې خبري اژانس ته ویلي، کله چې پولیسو د بکسونو پلټنه پیل کړه، یو ماشوم یې په ډېر "ناوړه حالت" کې پکې وموند.

"ال پاییس" اسپانوۍ ورځپاڼې ویلي، یاده ښځه د ماشوم هېڅ نه کېږي، بلکې د هغه پلار ښځې ته د دغه بکس د رسولو پیسې ورکړې دي.

د ماشوم پلار په کناري ټاپو کې اوسېږي، چې د ورځپاڼې په وینا غوښتل یې د خپل ماشوم په مټ خپل ژوند هوسا کړي.

د اسپانیا خبري رسنیو ویلي د ماشوم پلار په ۲۰۱۳ کال د ګران کاناریا ټاپو ته له لېږېدا وروسته عاج ساحل ته سفر کړی.

رسنۍ وايي، د ماشوم پلار یادې ښځې ته، چې د مراکش ده، د بکس لېږدولو پیسې ورکړې دي.

د پولیسو ویاند ویلي "دغه ښځه زړه نازړه وه، داسې لکه له پولې چې هاخوا تېرېدو ته پښه نیولې ښکارېده".

"په لومړي سر کې موږ فکر کاوه چې شاید په بکس کې نشه يي توکي وي، خو وروسته په ډاګه شوه چې په منځ کې یې انسان دی".

د انځور حقوق BBC World Service

د ماشوم پلار له پولې د تېرېدو لپاره نیم ساعت مزل کړی، خو پوله ساتونکو درولی دی.

سبته او ملیلیه د مراکش سمندرغاړې سیمې دي، چې له درو غاړو یې چارچاپېره مراکش راتاو دی.

مادرید وايي، یادې دوه سیمې د اسپانیا اړوندې دي، خو مراکش وايي دا سیمې د دوی په قلمرو کې راځي.