فرانسې ته د ۶۴۰۰ چینايي کارکوونکو یوځايي سفر

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شرکت فرانسه کې د خپلو کارکوونکو لپاره د رخصتیو پرمهال تر ۴۷۰۰ ډېرې خونې کرایه کړې دي

یوه چینايي شرکت خپلو ۶۴۰۰ کارکوونکو ته فرانسې ته د څلور ورځنیو رخصتیو په پلمه ۱۵ میلیون ډالر ورکړي او پاریس کې ۱۴۰ هوټلونه ورته چمتو شوي دي.

دا پاریس ته د سفر تر ټولو لویه یوځايي جوپه ده.

د تېرې شنبې په ورځ دغو کاروونکو ته د فرانسې په سوېلي نایس سیمه کې هرکلی وویل شو.

د تاینز شرکت مشر لي جینیون پاریس کې خپلو کارکوونکو ته تر ۱۴۰ ډېر هوټل کرایه کړي، له ۴۷۰۰ ډېرې خونې یې د فرانسې په سوېل ختیځ موناکو او کینز کې د ویدېدو لپاره ورته سمبالې کړې دي.

د دوی په رخصتیو کې د لاورې موزیم کتل هم شامل دي.

د تېرې جمعې په ورځ، د نړیوالو ریکارډونو د ثبتوونکي "ګینیس" کتاب څارونکو د شرکت دغه کارکوونکي د سمندر پرغاړه پر لیکه ودرول او دا یې په دې کتاب کې "له انسانانو جوړ شوی عبارت" ثبت کړ.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغې ډلې له انسانانو یو لوی عبارت جوړ کړی، چې له لوړو معلومېده
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سیمه ییزو رسنیو ویلي، دغې ډلې پر خپلې سفر نژدې ۱۳ میلیون یورو لګولي

سیمه ییزو رسنیو وویل، اټکل دی چې دغه ډله به پخپل دې سفر کې ټول ټال ۱۴.۶ میلیون ډالر ولګوي.

د فرانسې د تورېزم د پرمختیا (اتوت) ادارې مشر کریسټیان منټېل وویل: "موږ د تورېزم مینه والو ته د عامه خدمتونو سربېره، هوټلونه، رسټورانټونه او دوکانونه هم چمتو کړي دي".

فرانس پرېس خبري آژانس د نوموړي له قوله ویلي "تر اوسه هر څه سم روان دي، او د مېلمنه غبرګون هم مثبت دی".

د انځور حقوق
Image caption د تاینز شرکت مشر لي جینیون پاریس کې خپلو کارکوونکو ته تر ۱۴۰ ډېر هوټل کرایه کړي، له ۴۷۰۰ ډېرې خونې یې د فرانسې په سوېل ختیځ موناکو او کینز کې د ویدېدو لپاره ورته سمبالې کړې دي.
د انځور حقوق

په دې سفر کې د یاد شرکت کارکوونکو ته ۱۴۶ بسونه چمتو شوي، چې د سفر پرمهال به یې د خوښې وړ ځایونو ته ولېږدوي.

ټاینز ګروپ د تورېزم، او ښکلاییزو توکو په ګډون د سوداګرۍ او په ګڼو برخو کې سوداګریز فعالیتونه لري.

د انځور حقوق AFP