د سعودي پاچا د اوباما د بلنې له منلو بښنه غوښتې

Image caption د سعودي د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د خليجي هېوادونو په ناسته کې د وخت د مهالوېش له امله برخه نه شي اخيستی

د سعودي عربستان نوي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په کوربتوب په هغې غونډې کې له ګډون کولو بښنه غوښتې چې د خليجي هېوادونو مشران په کې راټولېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اپريل پر ۱۷مه په يوه وينا پاڼه کې ويلي و، چې د کويټ، متحد عرب اماراتو، سعودي عربستان، بحرين، قطر او عمان مشران به د مې مياشتې په ۱۳مه په سپينه ماڼۍ کې او په ۱۴مه په کمپ ډېوېډ کې د ولسمشر اوباما په کوربتوب سره جرګه شي.

ويل کيږي چې د دغې غونډې موخه د دوه اړخيزو او امنيتي چارو په برخو کې د همکاريو زياتولو په اړه خبرې اترې دي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل بن الجبير وايي چې سلمان بن عبدالعزيز په دغه غونډه کې ګډون نه کوي.

دی وايي ده پر ځای به اوس د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن نايف د سعودي عربستان استازيتوب کوي، له ده سره به د ده مرستيال او د کورنيو چارو وزير هم ملتيا کوي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د خليجي هېوادونو په ناسته کې د وخت د مهالوېش له امله برخه نه شي اخيستی.

په اعلاميه کې ويل شوي: ''پاچا سلمان بن عبدالعزيز د انساني خواخوږۍ پر بنسټ په يمن کې د اوربند ټينګېدو او د ''پاچا سلمان د بشري مرستو بنسټ'' د پرانستو لپاره په سعودي کې پاتې کېږي''.

بل خوا د يکشنبې پر ورځ دا معلومه شوه چې د بحرين پاچا حماد بن عيسی الخليفه هم د کمپ ډېوېډ په غونډه کې ګډون نه کوي او پر ځای يې د هغه وليعهد د دغه هېواد استازيتوب کوي.

له دې وضعيت نه داسې برېښي چې ولسمشر اوباما به يوازې د کويټ او قطر له مشرانو سره ليده کاته کوي.

سپنې ماڼۍ هيله لرله چې په دغې غونډې کې به د ايران د اتومي پروګرام په اړه د خليجې هېوادونو اندېښنې لرې شي.

داسې تمه کېږي چې په جون مياشت کې به د امريکا په ګډون د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو او ايران ترمنځ د اتومي تړون پر سر وروستۍ موافقه وشي.