اروپايي کمیسیون: "کډوال دې پر هېوادونو ووېشل شي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په مدیترانې کې د زیاتیدونکي شمېرکډوالو د ډوبېدو څخه وروسته د اروپايي اتحادېې غړو لپاره د ونډې ټاکلو نظریه رامنځته شوه

اروپايي کمیسیون غواړي دا ناندره ییزه وړاندیز وکړي چې د اروپايي اتحادېې غړي هېوادونه باید د ونډې د یوه سیستم له مخې یوشمېر کډوال ومني.

د ملګروملتونو سازمان د تخمین له مخې سږکال تراوسه پورې ۶۰،۰۰۰ کسانو هڅه کړې چې د مدیترانې سمندر له لارې اروپاته تېرشي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي په لیبیا کې د وحشتناکه زورزیاتي له امله خلک مجبوره کېږي چې دغسې یو خطرناکه سفروکړي.

سږکال په مدیترانې کې له ۱،۸۰۰ نه زیات کډوال مړه شویدي، چې د ۲۰۱۴ کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ برابره زیات دي.

اروپايي کمیسیون پدې اونۍ کې د کډوالو په اړه خپله تګلاره وړاندې کوي، په هغې کې به هڅه وشي اروپاته د کډوالو د راتګ لپاره ځینې قانوني لارې په نظر کې ونیول شي، چې خلک مجبوره نشي قاچاقچیانوته مراجعه وکړي.

خو، دې ته به اړتیا وي چې د اروپايي اتحادېې ټول غړي هېوادونه دا تګلاره ومني.

اروپايي مشران به د جون د میاشتې په پاې کې په خپلې سرمشریزې غونډې کې پر دغو وړاندیزونو بحث وکړي.

'یوه عجیبه نظریه'

د اروپايي کمیسیون دا نوي وړاندیزونه، هغه یو لړ وروستي ګامونه دي چې په مدیترانې کې د کډوالو د ډوبېدو د مخنیوي لپاره رامنځته کېږي.

تخمین شوی چې تیر کال د یو شمېر هېوادو لکه سوریې، اریتریا، نایجریا، او سومالیا څخه د ۲۰۰،۰۰۰ نه زیات کډوال د جګړو او خوارۍ غریبۍ له امله تښتېدلي او د مدیترانې له لارې اروپاته تېر شویدي، چې په زرګونو يې د دې سفرونو په ترڅ کې مړه شویدي.

د کډوالو د منلو لپاره د اروپايي اتحاديې غړو هېوادو ته د ونډو ټاکل به د یو شمېر معیارونو له مخې کېږي، لکه د هېواد د نفوس شمېره ، د اقتصادي ودې معیارونه، او د هغو پناه وړونکو شمېر چې پخوايې منلي دي.

د انځور حقوق BBC World Service

جرمني، د ونډو د ټاکلو نظریه منلې ده، پداسې حال کې چې تېرکال ېې د ۲۰۰،۰۰۰ پناه وړونکو غوښتنلیکونه ترلاسه کړي.

داسې هېوادونه لکه ایټالیا او مالټا چې زیات شمېر کډوال ورته د بېړیو له لارې ورځي، هم د اروپايي اتحادېې پر غړو هېوادو غږ کړی چې په مساوي ډول دې د کډوالو د مسولیت ونډه پرغاړه واخلي.

د اطریش لومړي وزیر، ورنر فایمن، د ونډو خبره یوه 'منصفانه مسله' بللې او ویلي ېې دي چې 'پناه ورکول د مهربانۍ یو عمل نه بلکه یو بشري حق دی'. خو، ځینې نورو اروپايي هېوادونو د ونډو د نظرېې سره سخت مخالفت کړی.

د بریتانیا د حکومت یوه ویاند وویل " بریتانیا د هغو کسانو لپاره چې تر ټولو زیاته اړتیا ورته لري د کډوالو د منلو له ویاړه ډک تاریخ لري، خو موږ باور نه لرو چې د کډوالو د منلو یو اجباري سیستم دې دحل لاره وي . " مونږ به د اروپايي کمیسیون د هغو وړاندیزونو مخالفت وکړو چې غواړي غیر داوطلبانه ونډې را منځته کړي."

د هنګري، سلواکیا او ایستونیا مشرانو هم د ونډو پر سیستم اعتراض کړی، او د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان هغه "یوه عجیبه نظریه" بللې.

د مدیترانې دکډوالوشمیرې:

په ۲۰۱۴ کې:

۲۱۹،۰۰۰ خلک اروپاته رسیدلي

۳،۵۰۰ تنه مړه یا ورک شویدي

په ۲۰۱۵ کې(دجنورۍ له لومړۍ څخه د اپریل تر۲۷ پورې):

۴۶،۰۰۰ اروپاته رسیدلي

له ۱،۷۵۰ نه زیات مړه یا ورک شویدي

د ارقامو سرچینه: د ملګرو ملتو د کډوالو اداره، یو ان اچ سي آر

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ تګلارې مشر،فیدیریکا موګیریني، د ملګرو ملتونو امنیتي شورا څخه غوښتنه کوي چې له لیبیا څخه د انساني قاچاقچیانو پر ضد د قوې کارولو ته اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتوسازمان له اجازې پرته په لیبیا یا نړیوالو اوبو کې د قاچاقچیانو د بېړیو پر ضد پوځي عمل غیرقانوني بلل کېږي.

ملګرو ملتو کې د لیبیا سفیر، ابراهیم داباشي، بي بي سي ته وویل چې د ده هېواد، د دې وړاندیز مخالف دی. هغه وویل " اروپايي اتحادېې د لیبیا د حکومت سره سلا مشوره نده کړې. هغوی د خپلو نیتونو په اړه مونږ په تیاره کې پرې ایښي یو، زموږ په ساحلي اوبو کې هغوی څه ډول پوځي اقدامات غواړي وکړي، دا زموږ لپاره د اندیښنې وړ ده".

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې کېدای شي د پوځي اقدام له امله کډوال په سختو شراېطو کې په لیبیا کې ایسار پاتې شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بښنې نړیوال سازمان وايي زیاتره وخت د لیبیا د توقیف په مرکزونو کې د ژوند شرایط ډیر بد وي

د بښنې د نړیوال سازمان د منځني ختیځ او شمالي افریقا د چارو مشر فیلیپ لوتر وویل " د قاچاقچیانو د مخنیوي لپاره د داسې اقداماتو رامنځته کول چې د لیبیا له جګړو څخه تښتېدونکو بیچاره خلکو لپاره ېې نورې خوندي لارې په نظرکې نه وي نیولي، د کډوالو او پناه وړونکو ستونزې نشي حلولای".

" لیبیا له ظلمه ډکه ده" تر عنوان لاندې د بښنې نړیوال سازمان یو رپوټ خپورکړی. دا عنوان په لیبیا کې د یو بې نومه نایجریايي کډوال له خبرو څخه را اخیستل شوی.

پدغه رپوټ کې کډوالو سره د لسګونو مرکو پر بنسټ د انسان تښتونو، شکنجو او جنسي تېریو کیسې بیان شوي.

ادعا شوې چې انساني قاچاقچیان په منظمه او پرلپسې توګه د کډوالو پرحقونو تېری کوي. همدا راز ویل شوي چې د لیبیا د کډوالو په توقیف ځایونو کې د ژوند شرایط اکثراً ډېر بد دي.

یوې سوریايي کورنۍ د خپلې مرکې په ترڅ کې ویلي دوې ته کومه بله لاره نه وه پاتې پرته له دې چې اروپا ته د تلو دغه خطرناکه سفر پرځان ومني.

د بښنې د نړیوال سازمان رپوټ پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د مدیترانې په سمندر کې د سفر کوونکو کډوالو "د لټون او ژغورنې عملیات خورا ډېر پراخ کړي".

اروپايي هېوادونو تېر کال خپل عملیات کم کړي ول خو اوس یې منلې چې د کډوالو د ژغورنې لپاره به خپل خدمتونه پراخ کړي.

د انځور حقوق BBC World Service

ورته مطالب