"ډېرې ويډیويي لوبې او بربنډ فلمونه کتل تاوان لري"

د انځور حقوق

په امریکا کې یوه څېړنه ښيي چې د ډېرو ویډیویې لوبو یا ویډیو ګېم وهل او د بربنډو فلمونو کتل، د انسان پر چال چلند منفي اغېزه پرېښودای شي. یو کتاب چې په دې اړه چاپ شوی لیکي چې ډېر ګېم وهونکي زده کوونکي په ښوونځي کې ستړي وي او له ټولني ګوښي کېږي.

نن سبا چې د نړۍ د انسانانو لویه برخه خپل ډېر وخت د کمپیوټر، موبایل او نورو ټکنالوژیکي پردو ته په کتو تېروي، دا د ډاکټر فیلېپ زېمباردو په وینا یو خبرداری دی.

ډاکټر زېمباردو چې یو کتاب یې د " ګوښه شوي نارینه" په نامه چاپ شوی، اندېښنه څرګندوي چې ډېر خلک د پرله پسې ساعتونو لپاره ويډګو ګېم وهي او یا هم پر انټرنټ بربنډ فلمونه ګوري چې په اوږدمهال کې، د انسان پر ټولنیزو افکارو او راکړو ورکړو بده اغېزه لري.

ډاکټر زېمباردو وايي د ویډیو ګېم لږ کارول د انسان د تشخیص حس او اداره کول ښه کوي، خو له حده ډېر ګېم وهل، یوې پردې ته په ساعتونو ساعتونو کتل، انسان له ټولنې شلولي او ګوښی کوي یې.

ډاکټر زېمباردو د دې دوو مسالو سوداګریز اړخ ته هم اشاره کوي او وايي چې " ويډیو ګېم او بربنډ فلمونه یو تجارت دی. داسې کمپنۍ شته چې د نوو ځوانانو د لاسونو، سترګو او مغزو لپاره له یوه بل سره سیالي کوي. موږ وینو چې ویډیوګېمونه د نرانو لپاره جوړېږي او په هغه کې زور زیاتی، وهل ټکول او قهر او غصه ده. بر بنډ فلمونه هم د ځوانانو لپاره جوړېږي".

د ډاکټر زېمباردو کتاب لیکي چې دا د انسان پر نارینتوب بده اغېزه لري، ځکه روږد کسان به یا ډېر وخت پر دې شیانو تېروي او چې نه یې تېروي، په همدغو فکرونو کې به ډوب وي، فلم به ورته تر رښتیاني حالت ښه ښکاري.

بلې خوا له آکسفورډ آنلاین څخه ډاکټر انډرو شبېلسکي استدلال کوي چې د ویډیو ګېم کاروونکي ښځې هم دي او هغومره هم خلک نه غیر اجتماعي کوي، لکه ډاکټر زېمباردو چې وايي.

ډاکټر شبېلسکي وايي ډېر ګېم وهونکي له دېرشو کلونو پورته دي، د کاروبار خلک دي او لویه برخه یې ښځې دي.

د انځور حقوق AP

د ډاکټر زېمباردو اندېښنه دا ده چې ډېری میندې او پلرونه دې ته پام نه کوي چې د دوی اولادونه خپل څومره وخت د ګېم په وهلو او د غیراخلاقي فلمونو په کتلو تېروي.

د ده په وینا په داسې څیزونو ډېره بوختیا انسان په مصرفي موجود بدلوي، د انسان نوښت ځینې اخلي او د ورځې په اوږدو کې تولیدي او اغېزمن کار ته یې نه پرېږدي.