نیپال بیا زورورې زلزلې لسګونه کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption نیپال په نړۍ کې هغه سیمه ده، چې تر ډېره پکې زلزلې کېږي. په ۱۹۳۴ کال د پلازمېنې پراخه سیمې د زلزلې له کبله ویجاړې شوې.

په نیپال کې له هغې خونړۍ زلزلې دوه اونۍ وروسته، چې لږترلږه ۸۰۰۰ کسان یې ووژل، یوځل بیا ۷،۴ درجې زلزله شوې، چې لږترلږه ۶۵ کسان یې وژلي او نژدې ۲۰۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.

ژغورندویه ډلې له کنډوالو د زلزلې قربانیان او ژوبل کسان راوباسي.

د دغې زلزلې له کبله په هند کې هم د لږترلږه ۱۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

پر همدې مهال، نیپال کې د یوې تري تم شوې امریکايي چرولکې لټون روان دی، چې اته کسان پکې سپاره وو.

دوه اونۍ وړاندې هم ورته زلزلې تر ۸۰۰۰ ډېر کسان ووژل او تر ۱۴ زرو ډېر نور یې ژوبل کړل.

د زلزلې شدت د هند او بنګله دېش په ځینو سیمو کې هم احساس شوی دی.

دغه زلزله د سې شنبې په ورځ په ځايي وخت، غرمه مهال ۱۲:۳۵ وشوه.

د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې ویلي، دغې زلزلې دوه دقیقې دوام وکړ، چې مرکز یې ایورسټ غرونو ته څېرمه ښودل شوی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د زلزلې له پیلېدو خلک کتماندو کې کوڅو ته راووتل
د انځور حقوق BBC World Service

دوه اونۍ وړاندې د ریختر په کچه ۷،۸ زلزلې تر اتو زرو ډېر کسان ووژل.

د سې شنبې ورځې زلزلې خلک سخت ووېرول او له خپلو مېشت ځایونو وتښتېدل.

وړاندې زرګونه نیپالیان له پلازمېنې کتماندو نه د زلزلې له کبله تښتېدلي.

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption زلزله په نوي ډیلي کې هم احساس شوې چې کارکوونکي یې له خپلو دفترونو وتلو ته اړ کړل

رپوټونه وايي، تازه زلزله ایورسټ غرونو ته څېرمه په نمچي بازار ښار کې ډېره احساس شوې ده.

د مخکینۍ زلزلې مرکز له پلازمېنې کتماندو ۸۳ کیلومتره لیرې، د چین پولې ته څېرمه په کلیواله سیمه کې و.

په نیپال کې له یوې مرستندویه سازمان سره د بي بي سي ملګری شوی خبریال وايي، زلزله د ډېر وخت لپاره احساسېده، چې په لړ کې یې له غره نه خلک د تیږو د راښویېدو شاهدان وو.

نیپال په نړۍ کې هغه سیمه ده، چې تر ډېره پکې زلزلې کېږي. په ۱۹۳۴ کال د پلازمېنې پراخه سیمې د زلزلې له کبله ویجاړې شوې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د زلزلې په احساسولو سره زرګونه نیپالیان له استوګنځایونو ووتل.

ورته مطالب