څوارلس ایراني ماڼوګان د سومالیا "الشباب" لاس ته لوېدلي

په سومالیا کې سخت دریځو "الشباب" وسله والو څوارلس ایراني ماڼوګان نیولي او یوه کب نیوونکې بېړۍ نیولې ده.

ایراني چارواکي وايي، دغه بېړۍ د شیلات سازمان اړونده ده چې له دوه – درو ورځو راهیسې له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوې.

یاده بېړۍ د سومالیا اړوندو اوبو کې له ستونزې سره مخامخ شوې وه.

په جلجدود سیمه کې عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، دغه ماڼوګان (بېړۍ چلوونکي) له ساحل نه ۶۰ کیلومتره لیرې لېږدول شوي.

د سومالیا "الشباب" اورپکې ډله پر جلجدود سیمې واکمنه ده.

د "الشباب" ډلې یوه ویاند بي بي سي ته دغه راپور تایید کړی دی.

د ایران د بېړۍ چلولو د خوندیتوب او امنیت برخې مشر کپتان اصغر محمدپور هم دا خبر تایید کړی، چې وايي: "ظاهراً دغه بېړۍ د ایران "شیلات" نومي سازمان اړونده ده، چې له تېرو دوو- درو ورځو راهیسې د سومالیا سمندرغاړو کې له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شوې ده".

تر تېر کال پورې د سومالیا په اوبو کې سمندري غلا ډېره شوې وه، خو په وروستیو میاشتو کې د سمندري غلو پر وړاندې جدي ګامونه واخیستل شول، همدا وو چې دوی د سمندر په اوبو کې د دوی د غلاوو لاسونه ورلنډ شول.