واتیکان د فلسطین خپلواک هېواد په رسمیت وپېژانده

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي عباس د نړۍ د کاتولیکانو له مشر پاپ فرانسیس سره هم وکتل.

واتیکان وايي، د فلسطیني خپلواک هېواد په رسميت پېژندلو پرېکړه یې کړې ده.

واتیکان دا پرېکړه د تېرې چارشنبې په ورځ (مې ۱۳/ غويي ۲۳) واتیکان ته د فلسطیني کورواکې ادارې د مشر محمود عباس د سفر پر مهال وکړه.

ښاغلي عباس د نړۍ د کاتولیکانو له مشر پاپ فرانسیس سره هم وکتل.

فلسطیني چارواکو او خلکو د واتیکان ددغې پرېکړې هرکلی کړی، خو د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت دا ''نهیلی کوونکی تصمیم'' ګڼلی دی.

د کتونکو په اند، د یوه رسمي هېواد په توګه د واتیکان له خوا د فلسطین پېژندل نړیوال هڅوي، چې ددغه هېواد په رسمیت پېژندلو کې یې پلویان ډېر شي.

د فلسطین په رسمیت پېژندونکو هېوادونو ډېروالي د اسرائیلو اندېښنې ډېرې کړې دي.

څو میاشتې وړاندې د فرانسې پارلمان په اکثریت رایو فلسطین ته د یوه خپلواک هېواد پېژندلو په پلوۍ رایې ورکړې. که څه هم دا یوه نمایشي رای اچونه وه، خو فلسطین ته یې ډېر معنوي ارزښت ورکړ.

وړاندې د بریتانیا پارلمان، ایرلنډ او اسپانیا هم ورته ګامونه واخیستل.

Image caption د کتونکو په اند، د یوه رسمي هېواد په توګه د واتیکان له خوا د فلسطین پېژندل نړیوال هڅوي، چې ددغه هېواد په رسمیت پېژندلو کې یې پلویان ډېر شي.

سویډن هم د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې، فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه وپېژانده.

د اروپايي ټولنې ډېری غړو هېوادونو له فلسطین د رسمیت پېژندلو له چارې په څنګ تېر شوي.

تر اوسه د نړۍ تر ۱۳۰ ډېرو هېوادونو فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژندلی دی.

ورته مطالب