سمندر کې پاتې ۱۰ برمايي مسلمان کډوال مړه شوي

د انځور حقوق d
Image caption د بي بي سي خبریال جاناتن هېډ بېړۍ ته نژدی ورغلی او د کډوالو وضعیت یې له نژدې لیدلی

د برما یا میانمار په سلګونو مسلمان کډوال چې د یوې اونۍ لپاره د اندامان په سمندر کې په یوې بېړۍ کې له خوراکي توکو او اوبو پرته درول شوي او آن دې ته مجبور شوي چې خپلې متیازې وچښي.

هغه کب-نیوونکې بېړۍ چې د روهینګیا ۳۵۰ مسلمان لږکیان یې لېږدول، نه ده پرېښودل شوې چې ټایلنډ ته ځان ورسوي.

په بېړۍ کې ناستو کسانو بي بي سي ته ویلي چې د بېړۍ کارکوونکو د کشتۍ انجن مړ کړی او هغوي یې پرېیښي.

دغو کډوالو ویلي چې تراوسه د دوی لس کسان مړه شوي او دوی یې مړي اوبو ته غورځولي دي.

اندونیزیا، مالیزیا او ټایلنډ د کډوالو بېړۍ خپلو هېوادونو ته نه ورپرېږدي.

ویل کېږي چې په زرګونو کسان د ټایلنډ او مالیزیا د سمندرونو له غاړو په لرو اوبو کې په کښتیو کې ایسار پاتې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا نه ده معلومه چې له دغو کډوالو سره به څه کېږي. هېڅ هېواد نه غواړي دوی ومني.

په دغو کې ډېري یې د روهینګیا مسلمانان دي چې بېرته برما یا میانمار ته نه شي ستنېدای. دغه مسلمانان په خپل هېواد کې وکړي نه پېژندل کېږي او په دوامداره توګه ځورول کېږي.

د بي بي سي خبریال جاتاتن هېډ د ټایلنډ سویل لور ته په سمندر کې د دغې اېسارې پاتې بېړۍ څنګ ته دی او وایي چې په داسې وضعیت کې کډوال ډېر بې وسې ښکاري.

ښاغلی هېډ وايي " خلک پر موږ د مرستې غږ کوي، ډوډۍ او اوبه غواړي. په بېړۍ کې ډېرې ښځې او ماشومان هم شته. دا بېړۍ چې ډېره زړه ده له خلکو ډکه ده.

د انځور حقوق BBC World Service

موږ کتلای شو چې خلک په رښتیا له بوتلونو خپلې متیازې څښي. موږ هغوی ته د اوبو بوتلونه ورواچول. موږ چې څه په خپلې کښتۍ کې درلودل ورمو کړل".

ښاغلی هېډ وايي په داسې حال کې چې هوا ډېره ګرمه ده کډوالو کمبلې سره تړلي چې پر دوی سوری وکړي.

د چهارشنبې په ورځ ټایلنډي کب-نیوونکو بېړیو دغه کډوال لېږدوونکې بېړۍ په اوبو کې وموندله او د مالیزیا اوبو ته یې پورې وهله.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغه کډوال داسې درول شوي لکه چاته چې سزا ورکړې

دا بېړۍ بېرته د ټایلڼد تر اوبو کش شوله او د بي بي سي خبریال وايي اوس د ټایلنډ سمندري ځواک ته په تمه ده.

دغه کډوال چې پکې ۵۰ ښځې او ۸۴ ماشومان دي، د دوو میاشتو لپاره په سمندر کې ول خو وضعیت هغه مهال ډېر کړکېچن شو چې د کښتۍ کارکوونکو انجن مړ کړ او دوی يې په سمندر کې پرېښودل.

ورته مطالب