له اچې سره د کډوالو ډوبېدونکې بېړۍ ژغورل شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption دغو بېړيو کې چې سلګونه يا کله کله زرګونه کسان سپاره وي، ډېرې د ډوړبېدو له خطر سره مخامخ وي

له بنګله دېش او ميانماره څه د پاسه ۷۰۰ تللي کډوال د اندونيزيا له سمندرغاړي سره نژدې ژغورل شوي دي.

راپورونه وايي د اندونيزيا سمندري ځواکونو د يوې بلې بېړۍ مخه اړولې ده.

د تايلنډ له سمندرغاړی سره د بندو شويو کډوالو يوې بلې بېړۍ برخليک وروسته له هغه لا ناروښانه دی، چې د تايلنډ له اوبو وايستل شوه.

د بشري حقونو څار ټولنې په انډمان سمندرګي کې د مرګوني "انساني پينګ پانګ" خبرداری ورکړی، چې باور دی زرګونه نور به په کې وچې ته د رسېدو په لټه لارورکي وي.

روغتيايي چارواکو د بي بي سي اندونيزيايي څانګې ته ويلي، د هغو کسانو ترمنځ چې د جمعې پر ورځ د اندونيزيا اچې ولايت سمندرغاړی سره نژدې ژغورل شوي، اته کسان يې خورا زيات ناروغان دي.

د اچې ولايت لانزا پوليسو يوه مشر د فرانسې خبري اژانس ته ويلي "د لومړنيو معلوماتو له مخې دوی د ماليزيا سمندري ځواکنو له لوري د اندونيزيايي اوبو پولو ته ټېل وهل شوي وو".

ده ويلي کښتۍ په ډوبېدو وه، او دا چې اندونيزيايي کب نيوونکو سمندرغاړي ته رسولي دي.

د تايلنډ، ماليزيا او اندونيزيا رسمي تګلاره دا ده، هغه کدوال به بېرته سمندر ته ورټېل وهي چې د دوی سمندرغاړی ته د رسېدو هڅه کوي.

د ملګريو ملتونو سرمنشي پر دغو هېوادونو غږ کړی چې "خپلې پولې او بندرونه د خطر سره مخامخ خلکو پر وړاندې، چې په اړتيا کې دي، پرانيستې پرېږدي".

ده ويلي هېوادونه مجبور دي، چې له ستونزو سره مخامخ بېړۍ وژغوري، او د شونو کډوالو پر ردولو د نړيوال بنديز درناوی وکړي.

د بي بي سي جانتن هېډ د پنجشنبې پر ورځ د تايلنډ جنوب کې د کوليپ ټاپو سره نژدې يوې داسې بېړۍ ته ورغلی و چې څه د پاسه ۳۰۰ روهيجيا مسلمانان یې لېږدول.

دی وايي د کښتۍ سپرلۍ د دې لپاره له خپلو کورنيو سره تماس نيولی چې ورته ووايي يونيفورم اغوستي وسله وال یې بېړۍ ته ورختلي وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption روهينجيا مسلمانان ځکه له ميانمار يا برما په وتلو دي، چې دوی ته په کې د دغه هېواد خلکو په توګه نه کتل کېږي، او ځپل کېږي

دوی ويلي دغو کسانو يې خراب شوی ماشين ورجوړ کړی، خواړه يې ورکړي او کښتۍ یې بيا جنوب لور استولې ده.

د دې کښتۍ اوسنی ځای لا نه دی معلوم، د کورنۍ غړي چې له تايلنډ سمندرغاړي سره دې کښتۍ له سپرلۍ سره تماس ونيسي، اوس ورسره تماس نه شي نيولی.

د تايلنډ چارواکي وايي دغو کډوالو نه غوښتل سمندرغاړی ته ورشي، او غوښتل يې ماليزيا ته خپل سفر روان وساتي.

روهيجيا مسلمانان د ډېري بودايانو هېواد ميانماره، چې په برما هم مشهور دی، په وتلو دي، ځکه دوی ته په کې د دغه هېواد خلکو په توګه نه کتل کېږي، او له ځپلو سره مخامخ دي.

ډېری بنګله دېشيان چې ماليزيا او ترې لرې نورو سيمو ته په وتلو دي، بيا فکر کېږي چې اقتصادي کډوال دي.

ورته مطالب