بوروندي کې د کودتا د هڅې په تور پوځي مشران نیول شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امنیت وزیر ګبرېل نیزیګاما بي بي سي ته وویل د پولیسو دوه لوړپوړي چارواکي او شاوخوا ۱۲ نور پولیس افسران هم نیول شوي دي.

د افریقايي هېواد بوروندي د ولسمشر پېري اینکورونزیزا ویاند وايي د حکومت درې لوړپوړي پوځي چارواکي د دغه هېواد پر ولسمشر د کودتا د هڅې په تور نیول شوي دي.

خو جنرال ګوډفرویډ نیومبارې چې د کودتا د هڅې مشري یې په غاړه درلوده "تښتېدلی".

تر دې مخکې جنرال نیومبارې د اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي وو چې دی او ملګري یې تسلیمېدو ته چمتو دي او زیاته کړې یې وه: "زه هیله لرم چې نه به مو وژني".

ولسمشر پېري اینکورونزیزا په یوه ټویټ کې ویلي دی هېواد کې دی. هغه مهال چې د کودتا هڅه شوې وه، دی په تنزانیا کې و.

تمه ده چې ښاغلی اینکورونزیزا به په دې اړه ولس ته وینا وکړي.

مسول ګڼل شوي

د ښاغلي اینکورونزیزا ویاند ګېروېس ابېهو بي بي سي ته وویل، د دفاع پخواني وزیر جنرال سېرېل ایندایروکي یو له هغو دریو چارواکو دی چې د جمعې پر ورځ د کودتا د هڅې په تور ونیول شو.

ښاغلي ابېهو زیاته کړه: "که دا ثابته شي چې دوی واقعا د کودتا په هڅه کې لاس درلود نو قانوني چلن به ورسره کېږي" او دغه راز یې وویل یوازې د پوځ یوې کوچنۍ ډلې د کودتا پلان درلود او په پوځ کې یې د درز خبره رد کړه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption "د دفاع پخواني وزیر جنرال سېرېل ایندایروکي یو له هغو دریو چارواکو دی چې د جمعې پر ورځ د کودتا د هڅې په تور ونیول شو."

د امنیت وزیر ګبرېل نیزیګاما بي بي سي ته وویل د پولیسو دوه لوړپوړي چارواکي او شاوخوا ۱۲ نور پولیس افسران هم نیول شوي دي.

جنرال ایندایروکي تر دې مخکې منلې وه چې پر ولسمشر یې د کودتا هڅه ناکامه شوې ده. هغه وویل د کودتا مشران "د پوځ له مقاومت سره مخامخ شول چې د اوسني رژیم ملاتړ یې کاوه".

په ورته وخت کې بوروندي کې د مدني ټولنې ډلو پر خلکو غږ کړی چې د ولسمشر اینکورونزیزا د هغې پرېکړې پر ضد بیا واټونو ته راووځي چې غواړي د دریم ځل لپاره ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لسګونه زره کسان بوروندي کې د ناکراریو له پیل راهیسې له دغه هېواده تښتېدلي دي.

د فوکوډ په نامه د حقونو د یوه سازمان غړي ګورډین نیونګیکو وویل: "زموږ غورځنګ او فعالیتونه د کودتا له هڅې سره هېڅ راز تړاو نه لري".

ډېری د اوسني ولسمشر دریم ځل کاندیدېدل د دغه هېواد له اساسي قانون نه سرغړاوی بولي. لسګونه زره کسان له بروندي تښتېدلي دي.

لسګونه زره کسان بوروندي کې د ناکراریو له پیل راهیسې له دغه هېواده تښتېدلي دي.