هند له چين سره د ۲۲ ميلياردو ډالرو تړونونه لاسليک کړل

د انځور حقوق Reuters
Image caption چين د هند سره تر ټولو زيات تجارت لري. په ۲۰۱۴ کال کې د دوی ترمنځ ۷۱ ميليارد ډالرو تجارتي راکړه ورکړه شوې وه

هند په شانګ های کې له چين سره د تجارت په برخه کې د ۲۲ ميليارد ډالرو تړونونه لاسليک کړل.

دا تړونونه د انرژۍ، بندرځايونو او اقتصاد په برخو کې شوي دي.

د جمعې پر ورځ چين او هند د تعليم، اورکاډي او ساينسي څېړنو په برخه کې د ۱۰ ميلياردو ډالرو نور تړونونه لاسليک کړل.

دا تړونونه د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي د چين د درۍ ورځني سفر په ترڅ کې لاسليک شول.

نرېندرا مودي وويل "موږ هند کې د چين د تجارت لپاره د اسانتياوو برابرولو لپاره پوره کوښښ کوو" ده زياته کړه" هند د چين د صنعت لپاره تاريخي موقع وړاندې کوي" مودي وويل"راځئ يو ځای د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره کار وکړو"

د هند د خبري رسنۍ (پرېس ټرسټ اف انډيا) وايي مودي وويل د چين او هند تر منځ د صنعت په برخه کې همکاري به د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره د پانګې اچونې او پرمختګ لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي.

دی وايي د اسيا د امن او اقتصادي ترقۍ لپاره د چين او هند ترمنځ همکاري اړينه ده.

چين د هند سره تر ټولو زيات تجارت لري. په ۲۰۱۴ کال کې د دوی ترمنځ ۷۱ ميليارد ډالرو تجارتي راکړه ورکړه شوې وه.

په تېرو څو لسيزو کې د هند او چين تر منځ د پولې له کبله زيات کړکېچونه رامنځ ته شوي دي او په ۱۹۶۲ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ يوه جګړه هم شوې ده.

د هند ولسمشر ښاغلي مودي د چين د لومړي وزير لي کي کيانګ سره په خبرو کې د هند او چين د پولې په اړه د "ښه حل" غوښتنه وکړه.

چين په ۱۹۱۴ کال کې د بريتانيا له خوا لاسليک شوی د پولې تړون نه مني.

په خبري ناسته کې ښاغلي مودي وويل زه او ښاغلی لي د پولې په اړه د لانجې د حل لپاره "ښه او دواړو غاړو ته مننونکی حل غواړم".