د خوړو پر سر لانجې له کبله "۱۰۰" اسيايي کډوال مړه شوي

د انځور حقوق d
Image caption ژغورل شوي کسان لنګسا کې خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي

له يوې ډوبې شوې کښتۍ ژغورل شويو کډوالو بي بي سي ته وويل چې شاوخوا "سل کډوال" د خوړو پر سر لانجې له کبله وژل شوي دي.

ژغورل شويو کسانو د دې زړه بوږنونکې پېښې په اړه وويل، خلکو د خوراکي توکو په خاطر يو بل په چاقوګانو واهه، يو بل يې تر مرۍ نيول او په اوبو کې يې غورځول.

۷۰۰ ژغورل شوي کډوال وايي غوښتل يې ماليزيا ته ولاړ شي خو د ماليزيا سمندري ځواکونو يې کښتۍ راګرځولې.

ويل کېږي دا کښتۍ له تېرو دوو مياشتو د اوبو پر سر وه او د اندونيزيايي کب نيوونکو له خوا د جمعې پر ورځ وژغورل شوه.

ژغورل شوي کسان لنګسا کې خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي، ويل کېږي زياتره يې له سو تغذيې او په بدن کې د اوبو له کموالي سره مخامخ دي.

د انځور حقوق d
Image caption ژغورل شوي کسان لنګسا کې خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي

د برما حکومت د شنبې پر ورځ ويلي وو چې د کډوالو د کښتۍ پېښې مسول نه دي، دوی وايي کېدای شي د پېښې په اړه د تايلنډ له خوا رابلل شوې غونډې ته ولاړ نشي.

راپورونه ښيي د برما او بنګله دېش په زرګونو کډوال چې د قاچاقبرانو له خوا پرېښودل شوي د اسيا د جنوب ختيځ اوبو بند پاتې دي.

زياتره له دغو کډوالو د برما روهينګا مسلمانان دي چې د بودايانو له خوا په زور ايستل کېږي او د خپلو وګړو په توګه يې نه مني.

خو د بنګله دېش کډوال بيا د کار په لټه د اوبو مخه کوي او نورو هېوادونو ته ځي.

په تېرو څو اوونيو کې په اسيا او اروپا کې د کډوالو لويې وژونکې پېښې رامنځ ته شوې دي.

Image caption ژغورل شويو کسانو وويل، خلکو يو بل په چاقوګانو واهه، يو بل يې تر مرۍ نيول او په اوبو کې يې غورځول

ورته مطالب