هند منګوليا ته د يو ميليارد ډالرو پور ورکول اعلان کړل

د انځور حقوق MEAIndia
Image caption هند او منګوليا د خپلو بنديانو د تبادلې لپاره هم تړون لاسليک کړ

د هند لومړي وزير نرېندرا مودي منګوليا ته د رسمي سفر پر مهال د يو ميليارد ډالرو پور ورکول اعلان کړل.

له دې سربېره دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې ۱۳ تړونونه لاسليک کړل.

په دې تړونونو کې د هوايي سفرونو پيلول هم شامل وو.

هند او منګوليا د خپلو بنديانو د تبادلې لپاره هم تړون وکړ او په دې سربېره يې د مخدره توکيو، دفاع او تعليم برخو کې له يو بل سره د همکاريو ژمنه وکړه.

دا معلومات د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند وکاس سوروپ د ټويټ له لارې وړاندې کړي دي.

د ده په وينا هند به په منګوليا کې د انټرنيټي خونديتوب روزنځای او يو منځنی ښوونځی هم جوړ کړي.

د هند لومړي وزير د منګوليا پارلمان ته په خبرو کې وويل "د بودايي مذهب، ډېموکراسۍ او له يو بل سره په همکارۍ اسيا کې امن راتلی شي"

د هند لومړی وزير نريندرا مودي وړاندې چين ته تللی و، هلته يې د ۲۲ ميلياردو ډالرو بېلابېلې پروژې لاسليک کړې.

د انځور حقوق PIB