سعودي پر يمن خپل هوايي بريدونه بېرته پيل کړل

د انځور حقوق AP
Image caption د سعودي په مشرۍ ايتلاف له مارچ مياشتې راهيسې پر حوثيانو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پر وفادارو چې د حوثي ياغيانو ملاتړي دي، هوايي بريدونه کوي

د يمن پوځي چارواکي او عيني شاهدان وايي د سعودي عربستان په مشرۍ سیمه ییزې ټلوالې له پنځه ورځني اوربند وروسته پر حوثي یاغیانو خپل بریدونه بېرته پیل کړي دي.

دوی وايي بريدونو په سويلي بندر ادن کې د حوثي ياغيانو مرکزونه په نښه کړي دي.

تر دې وړاندې په سعودي عربستان کې د يمن سياسي ډلو په هېواد کې د روان کړکېچ د هوارولو په موخه خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې چې د سعودي په پلازمېنه رياض کې وشوې د يمن شيعه ياغيانو برخه نه لرله.

نوي بریدونه داسې مهال پیل شوي، چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو استازي هیله څرګنده کړې وه، دغه اوربند لږترلږه تر پینځو نورو ورځو غځول کېدای شي.

د انځور حقوق AP
Image caption که څه هم د دغه پنځه ورځني اوربند پر مهال هم د خال خال نښتو رپوټونه ورکړای شوي وو، خو تر ډېره ساتل شوی و

تر دې وړاندې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي په سعودي عربستان کې د یمن د کړکېچ د ختمولو په تړاو جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، یاغیان به پر هغو سیمو باندې واکمنۍ ته پرېنښول شي، چې په وروستیو کې یې نیولې دي.

که څه هم د دغه پنځه ورځني اوربند پر مهال هم د خال خال نښتو رپوټونه ورکړای شوي وو، خو تر ډېره ساتل شوی و، چې موخه یې جګړه ځپلو سیمو ته د مرستندویه توکو رسول و.

د سعودي په مشرۍ ايتلاف له مارچ مياشتې راهيسې پر حوثيانو او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پر وفادارو چې د حوثي ياغيانو ملاتړي دي، هوايي بريدونه کوي.

حوثي ياغيانو اوسنی ولسمشر عبد ربه منصور هادي په زور له واکه لرې کړ چې لومړی په فبروري مياشت کې له پلازمېنې صنعاء وتښتېد او بيا سعودي عربستان ته ولاړ.

ورته مطالب