هالنډ کې برېښنا تولیدوونکی سړک

پر ساینس او ټکنالوژۍ څېړونکي هڅه کوي له طبیعت څخه ترلاسه کېدونکې انرژي بېرته د طبیعت په ګټه وکاروي.

د هالڼد په امستردام ښار کې ساینسپوهانو د یوه سړک پر څنډ-لارو، د ۷۰ مترو په اوږدوالي، هغه ټکنالوژیکې تختې لګولي چې د عام سړک په څېر ښکاري خو برېښنا تولیدوي.

۲۰۰۹ کال ؤ چې د هالنډ یوې څېړنیزې ډلې ته دا فکر پیدا شو چې داسې یو سړک جوړ کړي چې د لمر له انرژۍ برېښنا تولیده کړي.

تمه دا وه چې له دغې تولید شوې برېښنا د سړک د غاړې څراغونو، کورونو او برقي موټرونو ته چې پر سړک روان وي، د خوځښت پرمهال کار واخستل شي.

د تېر کال په اکتوبر میاشت کې یې ۷۰ متره ګټې اخېستنې ته چمتو شو او اوس د "سولر روډ" یا برېښنايي سړک څېړونکې ډلې غړی، ستین دې وت وايي پایله یې د دوی تر تمې هم ښه ده.

" موږ د اوس لپاره د یوه کور د یوه کلن لګښت لپاره کافي برېښنا تولیده کړې ده. تمه لرو چې د دې کال تر پایه وکړی شو له همدغه ۷۰ متره سړکه، د دریو کورونو د برېښنا اړتیا رفع کړو".

خو د اوس لپاره دغه ټکنالوژي ډېره ګرانه ده او د لمنې غځول یې ټول هېواد ته شونې نه ده.

ستین دې وت وايي " د اوس لپاره ګرانه ده چې له اقتصادي پلوه يې څوک توان ولري، خو تمه لرو چې له اوسه تر پنځو راتلونکو کلونو، موږ به د دغې ټکنالوژۍ سوداګریز توکي ولرو چې پر بایسکل لارو یې په لویه کچه ولګوو ".

یو شمېر کمپنۍ د برېښنا د تولید پر نوو لارو چارو کار کوي. د بریتانیا 'پېف-جن' کمپنۍ د برازیل په ریو-دې-جینیرو کې د فټبال داسې یو میدان جوړ کړی چې د لوبغاړو په مڼدو او خوځښت، د لوبغالي څراغونه چارچېږي.

ورته مطالب